اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) او??س مشر ممنون حسېن د تركيې نېول چيف اېډمرل عدنان اوزبل ته نشان امتياز (ملټري) وركړے دے۔ د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د اېوارډ وركولو دستوره وشوه چې پكښې د پاك بحريې مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي ٬ د تركيې سفير احسان مصطفٰی یورکاکل او لوړ پورو چارواكو ګډون وكړو۔ د ايوارډو وركولو نه پس خبرو كښې او??س مشر ممنون حسېن ووئيل پاکستان او ترکیې ترمېنځه د م??نې اړېكې په لفظونو بيانول ګران دي٬ د اسلامي نړۍ د مسئلو لرې كولو په لړ كښې پاكستان د تركيې د كردار احترام كوي ۔ او??س مشر ووئيل پاكستان او تركيه به په نړيوالو فورمونو به يو بل سره مرسته كوي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو د ج??هو??ي ادارو ترمېنځه مرسته ډېره ژوره ده ۔ او??س مشر ممنون حسېن ووئيل تركيه اسلامي نړۍ ته د پېښو مسئلو حل لپاره په جرات او مړانه كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د پاكستان او تركيې دفاعي اړيكې به سباٶن كښې لا قوي شوي۔ ده ووئيل د افغانستان مسئلې هواري لپاره د او??س مشر رجب طيب اردوان كردار د ستائنې جوګه دے۔ د تركيې دولت٬ او??س او او??س مشر اردوان سره په دوستۍ وياړ لرو۔ او??س مشر ووئيل تركيې چې د كډوالو په كومه فراخدالۍ مېلمستيا كړې ھغه د ستائنې وړ ده ۔ او??س مشر ممنون حسېن ټېنګار وكړو چې په اوسني وخت كښې د مسئلو هواري لپاره اسلامي اتحاد ډېر ضروري دے۔ په دې موقع د تركيې نېوي ??شر وائس اېډمرل عدنان اوزبال د او??س مشر مننه كولو سره ووئيل د پاكستان او تركيې د دفاعي اړيكو لا قوي ??ولو لپاره به خپل كردار دوامداره ساتم۔