لندن 19 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان وئ??لي دي چې د پاكستان ??كومت د بينائې څخه د مح??وم?? مخ نيوي لپاره هڅې كوي او په دې لړ كښې هر ډول ممكنه اقداماتو كولو لپاره پوخ عزم لري۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د دولت مشتركه د مشرانو غونډې په موقع د بينائې په اړه د خېر ښېګړې نړيوالو ادارو پېك وژن او سي بي اېم سره په غونډه كښې وكړۍ۔ د يادونې وړ ده چې پېك وژن د بينائې څخه د مح??وم?? خاتمې لپاره په پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې د سمارټ فون ټېكنالوجې د استعمال او د روغتيا په اړه د افرادي قوت د تربيې په مېدان كښې يوه نامتو اداره ده٬ دغسې سي بي اېم د يوې پېړې نه په نړيواله كچه د بينائې څخه د مح??وم?? په څانګه كښې كار كوونكې نړيوال غېر سركاري پرمختيائي تنظ??م دے۔ په غونډه كښې د پېك وژن نمائندګي سي اي او او شريك باني ډاكټر اېنډريو باستاؤروس وكړه۔ د سي بي اېم نمائندګي ډائرېكټر آئي هېلتھـ ډاكټر بابر قريشي وكړه۔ په غونډه كښې د علاج قابل د نابينا كېدو د خاتمې په اړه پاكستان ??ه ورپېښو چېلنجونو ته پام وكړے شو۔ د يوې اندازې له مخې د پاكستان ?? 80 لكو نه زيات وګړي د بينائې څخه مح??وم?? سره مخ دي۔ سي بي اېم سره پېك وژن د پاكستان ?? روغتيا بنيادي ډهانچه او عمله په كار راوستلو سره پاكستاني وګړو لپاره د تشخيص او د علاج نوې حل وړاندې كولو لپاره خپل شركت ته تيار دے۔ وزيراعظم شاهد خاقان ??باسي پېك وژن ته د پاكستان ?? دورې كولو بلنه وركولو سره په پاكستان كښې د نابينا كېدو مخ نيوي لپاره د حكومت د عزم څرګندونه وكړه۔ ده په دې لړ كښې يو قومي پروګرام لپاره د حكومت د بشپړه ملاتړ كولو څرګندونه هم وكړه۔ پېك وژن او سي بي اېم دې نېك مقصد لپاره پاكستاني حكومت سره په ګډه په كار كولو اتفاق وكړو۔ په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال علي جهانګير صديقي او په برتانيه كښې د پاكستان هائي كمشنر سيد ابن عباس هم ګډون وكړو۔