اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) د پارلمان د پبلك اكاؤنټس كمېټې غونډه د كمېټې كنوينئر ميا عبدالمنان په مشرې كښې د جمعې په ورځ د پارلمان په ودانې كښې وشوه۔ په غونډه كښې د وفاقي پرمختيائي ادارې د كال 17- 2016م د آډټ اعتراضاتو جاج واخستل شو۔ په غونډه كښې د آډټ چارواكو پي اے سي ته ووئيل چې په كال 1996م كښې د 24 بوګس پلاټونو د الاټمنټ په نتيجه كښې د 27 كروړ نه زيات زيان شوے۔ د سي ډي ??ے چارواكو ووئيل چې په كال 2000م كښې د بورډ په غونډه كښې د سي ډي ??ے د اړوند اهلكارو په ضد د كارروا??ې پرېكړه شوې وه۔ ميا عبدالمنان ووئيل چې پي اے سي حكم كړے و چې دا پلاټونه دې منسوخ كړے شي۔ د سي ډي ??ے چارواكو ووئيل چې دا پلاټونه منسوخ كړے شوي دي۔ ميا عبدالمنان ووئيل چې تر څو سي ډي ??ے په غلطو چارو د ككړې عملې په ضد كارروائي نه كوي٬ د غلطو مخ نيوې به ونه شي۔ په پي?? سوهاوه كښې په كال 2004م كښې د مونال رېستوران جوړېدو په اړه پي اے سي هدايت وكړو چې بايد د دې كېس په سپېځلي ډول پلټنې وشي۔