اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر په مقبوضه كشمير كښې د هن?? د روانې رياستي ترهګرې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې په مقبوضه كشمير كښې ??ه بې ګناه كشميريانو د هن?? بې دريغه تشدد او انتهاخوښي په منطقه كښې د سلامتيا صورتحال لپاره ډېره خطرناكه ده٬ د تشدد او انتهاخوښې ??ه كومه لار چې هن?? روان دے٬ د دې نتيجې په منطقه كښې د امن په اړه ښې ??ه دي۔ د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې په حقيقت كښې هن?? د يو منظم پلان له مخې د كشميريانو نسل كشي كوي چې دغسې د كشمير ډېموګرافي بدلولو سره د هن?? په حق كښې شي۔ ده ووئيل چې د مقبوضه كشمير د مسئلې حل يوازې د ملګرو ملتونو د قراردادونو د نفاذ او د مذاكراتو د لارې ممكن دے۔ ده ووئيل چې د كشمير په اړه د هن?? ناولې څېره په تندې سره نړۍ ته په ډاګه كېږي۔ پاكستان د نړۍ په ټولو فورمونو د كشميريانو د حقونو غږ پورته كوي۔ پاكست??ن به تر هغه وخت د كشميريانو سفارتي٬ سياسي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي تر څو چې دوي خپل د خپلواكې حق نه وي ترلاسه كړے۔