اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د معذوره كسانو ??يا?? ساتل د ټولنې اجتمادي ذمه واري ده٬ د مالي ستونزو باوجود حكومت د بې وسه طبقو لپاره سپورټ پروګرام او د احساس پروګرام بجټ يوه په دوه زيات كړې٬ بايد ش??مند هم رامخكښې شي او خپل كردار ولوبوي۔ د دې ??يا??اتو څرګندونه ده د ګل په ورځ خاص ماشومانو له د وهيل چيئرز وركولو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د معذوره كسانو په ??يا?? ساتلوونكو ټولنو د الله رحمتونه نازليږي۔ ده ووئيل د يوې اندازې له مخې پاكستان كښې د لس نه تر 15 فيصده كسان معذوره دي٬ ده ووئېل معذوري څه عېب نه دے بلكې دا د الله تعالٰې د نظام له مخې ده۔۔ ده ووئيل ميډيا له په دې لړ كښې شعور رابېدارولو ??پاره خپل كردار لوبول پكار دي۔ ده ووئيل د مالي ستونزو باوجود حكومت بې وسه طبقو لپاره سپورټ پروګرام او احساس پروګرام بجټ كښې يو په دوه زياتولې كړې ٬ بايد ش??مند هم رامخكښې شي او خپل كردار ولوبوي۔ ده ووئيل د تعليم او صحت آسانيو كښې كمي لرې كولو سره هېواد مخ په وړاندې تللې شي۔ ده ووئيل د خوراك كمي له امله په پېدا كېدونكي ذهانت كښې په كمې قابو موندلو ??پاره اقداماتو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل خاص ماشومانو ته وهيل چيئرز وركولو سره سره سركاري ادارو دفتر واو اولسي ځايونو ته د وهيل چيئرز رسنه باوري كولو ??پاره اقدامات هم پكار دي او په دې لړ كښې به ټولنې له خپل كردار لوبول وي۔ اولس مشر عرف علوي ووئيل د حضرت محمد ۖ اسوه حسنه مونږ لپاره د لارې مشال دے٬ حضرت عبدالعزيز د بېت المال غوره نظام وضع كړې٬ بايد د بېت المال پېسه په بې وسه كسانو خرڅ كړې شي۔ په دې مهال اولس مشر ماشومانو له وهيل چيئرز وركړل۔ په غونډه كښې د سعودي سفير نواف سعيد المالکي هم ګډون وكړو۔ د دې نه وړاندې د اولس مشر په مشرۍ كښې معذوره ماشومانو د واك اهتمام كړې ؤ چې پكښې وړومبمۍ مېرمن بيګم ثمينه علوي هم ګډون كولو