اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) احتساب عدالت په اېل اېن جي كوټه كېس كښې نيولي شوي پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په 13 ورځو جسماني ريمانډ نېب ته سپارلې دې۔ د جمعې په ورځ قامي احتساب بېورو (نېب) شاهد خاقان عباسي د جج محمد بشير په عدالت كښې وړاندې كولو سره موقف خپل كړو چې تورن څخه نور تفتيشن پكار دے او دې لپار?? د ??ورن د 14 ورځو ريمانډ دې منظور كړې شي۔ نېب شاهد خاقان عباسي د اېل اېن جي ټرمينل په معامله ??ښې د اختياراتو په ناجائزه كارولو او قامي خزانې ته د يو نېم ارب روپو زيان رسولو په تور نيولې دے۔ د سماعت په مهال جج محمد بشیر شاهد خاقان عباسي سره په خبرو كښې ووئيل تاسو به څه وئيل غواړۍ٬ نو په دې شاهد خاقان عباسي ووې??ل زه غواړم چې د 90 ورځو جسماني رېمانډ راكړې شي دغسې چې زه نېب په اېل اېن جي كېس پوهه كړم ځكه چې تراوسه نېب د اېل اېن جي په كېس نه دې رسېدلې٬ جج د تورن نه پوښتنه وكړه چې ستا وكيل چرته دے نو ده ووئ??ل ز?? د ??پل ځان پخپله ??كيل يم۔ شاهد خاقان عباسي عدالت ته خواست وكړٶ چې د كور نه د پره??زي خوراك راوړلو دې اجازه راكړې شي٬ جج ووئيل نېب به تاسو له ??رهيزي خوراك جوړوي۔ عدالت د نېب چارواكو لخوا د شاهد خاقان عباسي د جسماني ريمانډ خواست په منظورولو هغه د 14 ورځو په جسماني ريمانډ نېب ته اوسپارلو ۔ د يادونې وړ د?? د ??يارت په ورځ شاهد خاقان عباسي لاهورته روان ٶ چې په ټهوكر نياز بېګ ټول پلازه نېولے شوے ٶ۔(ګ ل