واشنګټن 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د آئي ټي څانګې د پوهانو ډلې آل سټار ګروپ په واشنګټن كښې د پاكستان په سفارت كښې ملاقات وكړو۔ په دې ډله كښې انعام الحق خان٬ حشمت ملك٬ حسن احمد٬ دلاور سيد٬ الرېحان جليل٬ سلمان اختر او منصور خ??ن شامل و۔ ګروپ وزيراعظم سره په اكېډمك انسټيټيوشن٬ تحقيق و پرمختګ٬ د ټېكنالوجي په څانګه كښې د معياري ادارو په پرم??تګ او د آئي ټي ټېكنيشنز او انجينئرانو او تربيې په اړه خبرې وكړې۔ وزيراعظم دوي ته ووئيل چې د آئي ټي پرم??تګ د اوسني حكومت وړومبې ترجيح دے۔ ده ووئيل چې ځوانانو لپاره په دې څانګه كښې د روزګار بې شمېره موقعې موجود دي۔ دوي د آئي ټي څانګې پرم??تګ لپاره د حكومتي ادارو لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو۔