لاهور 08 اکتوبر (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق ??عوان وئېلي دي اولس چې څوك رد كړې حكومت به د هغوي نه ولې يرېږي٬اول به په بهرنيو اشارو هغوي ته رېليف ترلاسه كېدو٬په زندانونو كښې پرتو كسانو آله كار بهر ناست دي٬اوس د وزيراعظم د كلكو ارادو نه پس دغه خلق د مايوسۍ ښكار او په هېواد كښې د انتشهار خپرولو هڅې كوي٬وزيراعظم د كشمريانو د حقيقي سفير حق ادا كړې٬د هند بيانيې سره د هغوي ټول انويسټمنټ نړۍ ته په ډاګه شوې٬د اقتدار څخه محروم مولانا فضل الرحمان په انشتهار خپرولو مجبور دے ٬د راډيو ??اك??تان د ملازمانو پنشن له 7 ملينه روپۍ رېليز شوي٬د فنكارانو او ملازمانو د مېډيكل بلونو 70 ٬ 70 ملينه روپۍ هم جاري شوي٬د ملازمانو پروموشن به د بورډ سفارشاتو او د كاركردګۍ په بنياد كولې شي۔راډيو ??اك??تان د ټول هېواد غږ ګرځېدلې٬د وزيراعظم په سپارښتنه به په دې اداره كښې اصلاحات كولې شي او دا به لا ښه كولې شي۔د راډيو ??اك??تان مالي صورتحال تشويش ناك حد ته رسېدلې٬پھ دې اداره كښې به د نړيوال معيار اصلاحات كولې شي۔دې د نهې په ورځ راډيو ??اك??تان كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔دې ووئيل د ادارې د ملازمانو د غوښتنو په منظورېدو يونين او وزارت يو موټې شوي۔دې ووئيل د راډيو د ملازمانو غوښتنې منظور شوي۔اوس حكومت د دې د سټراكچرائزنګ پلان جوړوي ځكه چې د راډيو ??اك??تان ډيجيټلائزېشن كول د هغې د 70 كاله پخواني آلات بدلولو سره تړلې شوي۔دې ووئيل د زلزلې له امله په ميرپور كښې د راډيو ??اك??تان ودانۍ ته زيان رسېدلې خو بيا هم په سمدستي توګه هلته نشريات د ټينټ څخه جاري كړی شوي ځكه چې د مېرپور راډيو سټېشن په مقبوضه كشمير كښې د ??اك??تان د غږ په توګه پیژندلې كېږي۔دا مهال په سرينګر كښې چرته چې د انټرنېټ پشمول په ټوله مېډيا بندېز دے٬راډيو ??اك??تان يوازنۍ ذريعه ده كوم چې په مقبوضه كشمير كښې د ??اك??تان غږ ګڼړلې كېږي۔دې ووئيل د پخوانو آلاتو په وجه د راډيو ??اك??تان د سامعينو شمېره كمه شوې٬حكومت راډيو ??اك??تان ته د سي پیك ترمخه د مطلوبه جديدو آلاتو وركولو پريكړه كړې۔دې ووئيل وزيراعظم د چين سرمايه كارو ته وئېلي دي چې ??اك??تان د سرمايه كارۍ لپاره محفوظ هېواد دے٬خاص مرستيالې ووئېل د وزيراعظم په سپارښتنه درې راډيو سټېشنې٬راډيو چائنا آؤټ سورس كړې شوي دغسې د ګوادر پشمول پنځه راډيو سټېشنې د چائنا راډيو ته آؤټ سورس كولې شي۔دې ووئيل د تركيې اولس مشر هم ??اك??تان ته راځي د هغه سره به هم په يوه لوظ نامه لاس ليك كولې شي۔د وائس آف امريكا سره ايئر ټائم شيئر شوے هغه به لا قوي كولې شي۔ډاكټر فردوس عاشق ??عوان ووئېل د ټيو??ا او نيوټېك د لارې كميونټي راډيو ته هم وده وركړی كېږي٬د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل اولس چې څوك رد كړې حكومت به د هغوي څخه ولې يرېږي٬اول به په بهرنيو اشارو هغوي ته رېليف ترلاسه كېدو٬په زندانونو كښې د پرتو كسانو آله كار بهر ګرځي٬اوس د وزيراعظم د كلكو ارادو نه پس دغه خلق د مايوسۍ ښكارېدو سره په هېواد كښې اړې ګرې خپرولو له هڅې كوي۔د دې څخه وړاندې ډاكټر فردوس عاشق ??عوان د راډيو ??اك??تان لاهور دوره وكړه چرته چې هغې ته په بېلو چارو بريفنګ وركړې شو