اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د تعليم ا?? وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئېلې دي په راتلوونكو څلورو كلونو كښې به د مدرسو ټول زده كوٶنكي د سركاري بورډز د لارې د مېټرك او اېف اېس سي امتحانونه وركوي٬ حکومت به د مدارسو د زده كوٶنكو د ويزو٬ بانك اكاٶنټس او ټولو انتظامي چارو له مرسته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د نېشنل اېجوک??شن فاٶنډ??شن (اېن اي اېف) بلدنګ كښې مذهبي چارو لپاره د ډ??ئر??كټورېټ پر??نستې دستورې نه پس ميديا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د تعليم وزارت په ابتدائي توګه د هېواد په مختلف ريجنز كښې 16 دفترې پر??نستې دي چرته چې به د مدرسو رجسټر??شن عمل زر پېل شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل دې مقصد لپاره حكومت 2 اربه روپۍ بېلې كړې كوم چې د كار د اهميت په مقابل كښې معمولي دي