اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي)اولس م??ر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د تعليمي وظيفو اهميت څخه هر كس خبر دے٬د تعليم وظيفو په وركولو كښې به سپيځلتيا په هر ډول باوري كولې شي٬د كورنۍ په تربيه كښې لوستې مېرمن بنيادي كردار لري ۔”احساس انډرګريجوېټ پروګرام”كښې د مېرمنو زده كوونكو لپاره نيم په نيمه وظيفې مقرر كرې شوي كوم چې خوشبينه اقدام دے۔د دې خيالاتو څرګندونه اولس م??ر ډاكټر عارف علوي د لوړو زده كړو په كمېسون كښې”احساس انډر ګريجوېټ پروګرام”له ??خې د وائس چانسلر كمېټۍ دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔اولس مشر ووئيل ما د زده كړو په مهال د قابليت په بنياد تعليمي وظيفه ترلاسه كړی وه او وړومبنې ماسټر ډګري مې د تعليمي وظيفې د لارې بشپړه كړی وه ۔ده ووئيل ځكه زه د تعليمې وظيفې د اهميت نه خبر يم او د دې اهميت څخه انكار نشي كېدې۔اولس مشر ووئيل د احساس انډر ګريجوېټ پروګرام له ??خې د تعليمې وظيفو وركولو دا وړومبې پروګرام پیل كړی شوې چې له ??خې يې 50 زره څخه زياتو زده كوونكو ته به هر كال تعليمي وظيفې وركولې شي۔ده ووئيل لوستې مېرمنې د كورنۍ په تربيه كښې مهم كردار ادا لري او د احساس پروګرام له ??خې 50 فيصده تعليمي وظيفې مېرمنو زده كوونكو لپاره بېلول خوشبينه اقدام دے۔ده ووئيل ډاكټر ثانيه نشتر د احساس پروكرام له ??خې په پې?? كړی دې مهم پروګرام د مباركۍ مستحق ده۔ده ووئيل د احساس پروګرام او بېنظيرانكم سپورټ پروګرام د لارې جې د غريبو كورنيو كفالت له چې كومه تګلاره خپله ??ړی شوې دغې له د پروګرام سپيځلتيا ډېر اهميت لري ۔ده ووئيل په ګرده نړۍ كښې لوستې مېرمنې د تعليم بشپړولو نه وروستو د كورونو په ذمه وارو كښې بوښتې شي كوم چې پخپل ځاې اهميت لري خو د ټولنې رغونې او پرمختګ كښې عملي كردار تر سره كولو لپاره د دوي ډاډګيرنې ته اړتيا ده ۔په دې موقع د احساس پروګرام چيئرپرسن ډاكټر ثانيه نشتر هم وېنا وكړه او د “احساس انډر ګريجوېټ پروګرام” په بنيادي خدوخال ئې رڼا واچوله