اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي پاکستان عمان سره د ورورولۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو څ??نګو كښې په خاص توګه د تجارت ودې ته اړتيا ده٬ اورسيز پاكستانيان د عمان په پرمختګ كښې مهم كردار لوبوې۔ د دې خيالاتو څ??ګندونه ??ه د نهې په ورځ د عمان دمذهبي چارو وزير شېخ عبداﷲ بن محمد سره په ملاقات كښې كړې۔ ده ووئيل د پاكستان عمان سره دوه اړخيزه اړيكې په مشت??كه كلتور٬ تاريخ او ورثه اډانه ??ي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرستې سره د شريكو مفادو په ټولو څ??نګو او په خاص توګه تجارت او د سرمايه كارۍ ودې ته اړتيا ده ۔ اولس مشر ووئيل د منطقې امن د دواړو هېوادونو پرمختګ او سوكالۍ لپاره ضروري دے٬ پاکستان منطقه كښې امن او استحكام لپاره هر ډول هڅې كوي ۔ اولس مشر ووئيل پاکستان د ميډيسن، انجينئرنګ، انفارميشن ټيکنالوجۍ، اکاٶنټينسي، تعليم او د تکنيکي كار په څانګو كښې غېر هنر مندو كسانو سره سره پېشه وره افرادي قوت وركولې شي۔ ده ووئيل بايد دواړه هېوادونه ?? اړوندو ادارو زده كوٶنكو تبادلو پروګرام٬ مشت??كه تحقيقي منصوبو او سېمينارونو ته پاملرنه وكړي۔ په دې موقع د عمان وزير د اولس مشر مننه كولو سره د خپل هېواد د قيادت او اولس لخوا د نېكو هيلو پېغام ورسولو۔ ده د پاكستان حكومت د هېواد پرمختګ او منطقه كښې د امن د وژن ستائنه وكړه