اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) د مال??زي?? وزيراعظم مهاتير محمد په بلنه به وزيراعظم عمران خان ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د مال??زي?? دوه ورځنې سركاري دوره كوي. وزيراعظم سره به د كابينې د غړو پشمول د اعلٰي چارواكو پلاوې هم ځي. د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د دورې په مهال به د دواړو هېوادونو مشران د ملاقات كولو نه علاوه د پلاوو په كچه هم مذاكرات كوي. د دورې په موقع به مهمې لوظنامې او د تفاهم يادښتونه لاسليك كولې شي. دوي به په شريكه مېډيا س??ه هم خبرې كوي. د دورې په مهال به وزيراعظم عمران خان تهنك ټېنكس ته وېنا هم كوي. د وزيراعظم عمران خان لخوا به دا د مال??زي?? دوهمه دوره وي. دغسې د مال??زي?? وزيراعظم مهاتير محمد په مارچ كال 2019م كښې د پاكستان دوره كړې وه. د وزيراعظم عمران خان دې دورې سره به د پاكستان او مال??زي?? تاريخي اړيك?? قوي شي او دوه اړخيزه مرسته به زياته شي.