اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عم?? په مشرۍ كښې د نهې په ورځ اسلام آباد كښې د پلاننګ كمېسون د لارې د پي اېس ډي پي 20-2019 منصوبو د جاج اخستو كښې د نتيجو او د منصوبو په عملدرآمد د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پ?? غونډه كښې د منصوبه بندۍ كمېسون دوهم چيئرمېن ٬ د منصوبه بندۍ سېكتر ظفر حسن او نور چارواكو هم ګډون وكړو۔ و??اقي وزير اسد عمر ته د ټولو وزارتونو او ډويژونو د پي اېس ډي پي په منصوبو تفصيلي بريفنګ وركړې شو٬ په دې موقع ووئيل شول وزارتونو د مالي كال يادګېرنې لپاره د خپل پېشرفت راپور او خپل ورك پلان وړاندې كړې او بېلو وزارتونو او ډويژونو خپل فنډز بيا مختص كولو لپاره تجاويز هم وركړي دغسې چې ??غوي دا په دې كال كښې دننه بشپړه كړې شي۔ و??اقي وزير د پي اېس ډي پي په منصوبو د اطمينان څرګندونې سره امر وكړو چې د منصوبه بندۍ كمېسون به اوس د وزارتونو او ډويژونو سره په ګډه په منصوبو عملدرآمد باوري كوي