اسلام آباد 17 فروری (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي پاكستان د سختو معاشي حالاتو باوجود د افغان كډوالو كوربتوب كړې٬تر ټولو ستونزو باوجود د افغانستان كډوالو كوربتوب روان ساتلې شوې ٬د افغانستان اولس د كلونو كورنۍ نښتو نه پس اوس د امن او خوشحالۍ مستحق دے٬په افغانستان كښې د كورنۍ جګهرې خاتمه نه يوازې د پاكستان په ګټھ ده بلكې دې ??ره به منطقه كښې د امن او امان صورتحال ښه والي ??ره ??ره ګرده نړۍ امن او سلامتيا وده اومومي ٬لوېديزې نړۍ كښې اسلاموفوبيا د مسلمانانو كډوالو مسئلو زياتولو كښې ډېره اضافه كړی٬مقبوضه كشمير كښې د مودي شرخوښي سوچ 80 لكه كشميريان د څو مياشتو راهسې محصوره كړي په كوم چې د ملګرو ملتونو پشمول نړيوالې ورورولۍ ته خپل كردار تر س??ه كول دي٬مودي حكومت نازي فلسفې ته وده وركوي٬كه ملګرو ملتونو د هند د حالاتو نوټس وانخست نو نړيوال امن سختو خطرو ??ره مخ كېدې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په پاكستان كښې د 40 كلونو راهسې مېشته افغان كډوالو په اړه نړيوال كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړی۔په دې موقع د ملګرو ملتونو عمومي سېكترې انتونيو ګوتريس٬كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو هائي كمشنر فلپو ګرينډي پشمول مهم ملكي او نړيوال شخصيات موجود وو۔ده ووئيل د پاكستان معاشي حالات نه بهتر كېدو له امله وضعه ډېره سخته وه او پاكستان د خپلو تر ټولو سختو حالاتو باوجود د افغانستان كډوالو كوربتوب روان ساتلې ٬ده ووئيل د افغان كډوالو كوچنيانو په پاكستان كښې د مېشت والي په مهال كركټ زده كړې او نن د افغانستان كركټ لوب ډله په نړيواله درجه بندۍ كښې شامل شوې٬كومې چې څو ورځې وړاندې د پاكستان انډر 19 كركټ ډلې ته ماتې وركړی ده ۔ده ووئيل كله چې رسول پاك(ص)د مكې څخه مدينې ته هجرت وكړو نو د انصار جذبه مثالي وه۔وزيراعظم ووئيل د كډوالو مو هر ډول مرسته كړی۔وزيراعظم عمران خان ووئيل الله پاك د قرآن مجيد د لارې مونږ ته په انسانيت د رح?? درس راكوي او په اسلام كښې نه يوازې د مسلمانانو د حقونو د احترا?? درس شته ښودلې بلكې د انسانيت هم عزت او احترام ته مقدم وئېلې شوي ۔ده ووئيل د نائن اليون نه وروستو په لوېديزه نړۍ كښې اسلامو فوبيا د مسلمانانو كډوالو مسائل زيات كړي او په لوېز كښې د رنګ او نسل په بنياد خلق تنګولې كېدل۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د يو ارب څخه زياته آبادي لرونكې هند كښې هم د انتهاخوښۍ سوچ غالب شوې٬د مودي حكومت دوه نوې قانون معارفې كړي كومو ??ره چې د 20 كروړه هندي مسلمانانو پشمول د نورو اقليتونو بنيادي حقوق ځپلې شوي۔په مقبوضه كشمير كښې د مودي شرخوښي سوچ 80 لكه كشميريان د څو مياشتو راهسې محصور س??تلي په كوم چې د ملګرو ملتونو پشمول نړيوالې ورورولۍ ته خپل كردار تر س??ه كول دي چې دغسې كشميريانو ته د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د دوي د خپلواكۍ حق وركړې شي او په كشميريانو د هند ظلمونه ختم شي۔ده ووئيل په افغانستان كښې امن لپاره په پاكستان كښې حكومت او ټولې ادارې يو موټې دي او ټول پاكستانې قام او ادارې په افغانستان كښې پوخ امن غواړي۔وزيراعظم ووئيل افغان اولس د كلونو د كورنۍ جګړی نه پس اوس د امن او خوشحالۍ حق دار دے۔په افغانستان كښې د كورنۍ جګړی خاتمه نه يوازې د پاكستان په ګټه ده بلكې دې ??ره به د منطقې د امن صورتحال ښه شي او په ټوله نړۍ كښې به امن او سلامتيا وده ومومي۔ده ووئيل چې كله په افغانستان كښې امن راشي نو سيمه ايز تجارت به وده وكړي او د دې ګټه به د منطقې ټولو هېوادونو ته ورسي۔وزيراعظم عمران خان د هند په اوسني صورتحال سخته اندېښنه ښودلو ??ره ووئيل اوسنې هند د ګاندي او نهرو هېواد نه در بلكې په دې د مودي حكومت د نازي فلسفه ورتپلې شوې ۔ده ووئيل كه نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د هندي حالاتو او اقداماتو نوټس وانخست نو دې ??ره نړيوال امن سختو خطرو ??ره مخ كېدې شي۔ده ووئيل پاكستان تل په سوله ايز ډول د شخړو په حقله ټينګار كړې او د مذاكراتو د لارې د مسئلو د حل خواهشمند پاتې شوې خو د هندي وزيراعظم او سرلښكر لخوا د انتهاخوښۍ د خيالاتو څرګندونه په هېڅ صورت د ذمه وارۍ نه ده۔ده ووئيل د دې نه وړاندې چې حالات نور هم سنګين شي بايد نړيواله ټولنه د هند د پالېسو نوټس اخستو ??ره خپل كردار تر??ره كړي چې دغسې انتهاخوښي ختمه شي كومه چې امن او امان باوري كولو لپاره ضروري ده