اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د کابينه اقتصادي رابطه کميټي (اي سي سي) د وفاقي حكومت د صحت عامه كاركنانو ته د رسك الاٶنس ٬ د يو مياشت برابر تنخا وركولو لپاره د 480.556 مېليونه روپو منظورۍ پشمول د بېلا بېلو وزارتونو او ډويژنو لپاره د يو شمېر تكنكي ضمني ??رانټس منظوري وركړې ده، کامياب جوان پروګرام په کليدي شرطونو كښې د بدلون كولو منظوري هم وركړې شوې، اوس به د دې پروګرام له ??خې د يو لك نه تر لس لكه روپو ٬ د لس لكه روپو نه تر يو كروړ روپو او د يو كروړ روپو څخه تر دوه نيم كروړه روپو قرض وركړے كېدے شي، په غٶنډه كښې ټو او تهري وهيلر او هېوي كمرشل ګاډو لپاره د الېكټرك وهيكل پاليسۍ منظوري هم وركړې شوه۔ د اي سي سي غونډه د شورو په ورځ د خزانې لپاره د وزيراعظم صلاحكار ډاکټرعبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې وشوه ٬ په غٶنده كښې د خارجه وز??رت په تجويز بهر هېوادونو لپاره د پاكستان مشنز چلولو لپاره د 3485 مېليونه روپو تكنكي ضمني ??رانټ منظوري وركړې شوه، د قانون او انصاف وز??رت په تجويز بېلا بېلو ادارو ا?? تنظيمونو لپاره كلن ممبر شپ فيس له د 5.47 مېليونه روپو د ضمني ??رانټ منظوري وركړې شوې ،دغسې نېب لخوا د پنجاب حكومت ته د واجباتو ادا كولو په مد كښې د 250 مېليونه روپو د تکنيکي ضمني ??رانټ٫ د داخله ??ز??رت په تجويز امن مشنز لپاره د 1681.51 مېليونه روپو د تکنيکي ضمني ??رانټ ، د نجکاري کميشن بېلا بېلو منصوبو لپاره د 18.33 مېليونه روپو د تکنيکي ضمني ??رانټ ٫ اميونزائزيشن پروګرام پراختيا لپاره د قامي صحت وز??رت خدماتو په تجويز د 7.248 مېليونه روپو د تکنيکي ضمني ??رانټس منظوري وركړې شوې۔