اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې خېبرپښتونخوا كښې د غنمو په اړه د جاج اخستنې غونډه د ګل په ورځ وشوه۔په دې موقع ?? خزانې صلاحكار وو??يل چ حكومت به ټول كال اولس لپاره د غنمو او وړو باوري كولو اقدامات كوي۔د فنانس ډويژن لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تيمور سليم جهګړا٬د خېبرپښتونخوا چيف سېكرټري ډاكټر كاظم نياز٬د خزانې سېكرټري عزيز كامران بلوچ او د قامي غذائي تحفظ او تحقيق سېكرټري عمر حميد خان هم ګډون وكړو۔د خېبرپښتونخوا چيف سېكرټري غونډې ته وو??يل حكومت سره د غنمو 0.6 ملين ټنه سټاك موجود دے او د پ??سكو نه يو لاك ټنه غنم اخستلے شوي دغسې د پ??سكو نه نور درې لكه ټنه غنم اخستو او د درې لكه ټنه درآمد كولو انتظامات روان دي ۔ده وو??يل صوبائي حكومت په خپل سټاك كښې 1.5 ملين ټن غنم اېښودل غواړي هم دومره غنم به د پ??ائيوېټ پارټو د لارې ځايې ماركيټ ته وركولے شي ځكه چې د راتلونكي فصل نه وړاندې په صوبه كښې د غنمو طلب تقريبا ً درې ملين ټنه دے