بيجنګ 21 اګست (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د چين په حنان ولايت كښې د چين خپل هم څنګ وانګ ??ي سره ليدلي دي ۔ دواړو خارجه وزيرانو د منطقې د امن او امان پحقله د رامخې ته خط??و او چېلنجونو مخنيوي لپاره په ګډه لائحې خپلولو او شريكو هلو ځلو پكار راوستلو ته اتفاق كړے۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د جمعې په ورځ په حنان ولايت كښې د چين خپل همڅنګ وانګ ??ي سره د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو، منطقه كښې د امن په وضعه او د سي پېك پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ په دې موقع مخدوم شاه محمود قرې??ي ووئيل د سي پېك فېز ټو له مخې د منصوبو په وخت او زر بشپړولو ته ??ون?? پام لرنه كوو ، د توان په څانګه كښې د 13 اربه ډالرو منصوبې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصادي مرستې لا مستحكمولو له مرستيالې وګرځي۔ شاه محمود قرې??ي ووئيل دا خبره ډېره خوشبينه ده د دواړو هېوادونو مشران د پاك چين لازواله دوستۍ لا مستحكمولو او ګڼ اړخيزه څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې ودې له عزم لري۔ دواړو خارجه وزيرانو منطقه كښې د امن په مجموعي وضعه هم تفصيلي خبرې وكړې۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي د چين خپل همڅنګ د هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د روانو سنګينو خلاق ورزو نه خبرولو كښې ووئېل د هند د هندوتوا پاليسې د ګردې منطقې امن او استحكام لپاره خط?? ده ٬ ده ووئيل د چين او هند متنازعه سرحدي سيمه ختيز لداخ كښې د هند يو اړخيزه اقدام د هند د توسيع پسندانه سوچ عکاسي كوي۔ دواړو خارجه وزيرانو د افغان امن عمل او د دې په لړ كښې تر اوسه په شوي پېشرفت هم خبرې وكړې۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان د افغانستان امن لپاره د زړه د اخلاصه د روغې جوړې هڅې كوي٬ پاکستان پېل څخه د مذاكراتو د لارې د افغان مسئلې د سوله ايز سياسي حل په ضرورت روز رواړلو۔ مخدوم شاه محمود قرې??ي ووئيل د افغانانو تر مينځه مذاکراتو سره به افغانستان كښې پوخ امن له مرسته ترلاسه شي۔ دواړو خارجه وزيرانو د منطقې د امن او امان پحقله د رامخې ته خط??و او چېلنجونو مخنيوي لپاره د متفقه لائحې خپلولو او شريكو هلو ځلو پكار راوستلو ته اتفاق وكړو۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي د چين خاص دورې په بل??ه او په خاص توګه حېنان كښې قدرتي حسن لرونكو سيمو ته په بل??و د چين د خارجه وزير مننه وكړه