اسلام آباد 10 ستمبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سره د ازبكستان د سرمايه كارۍ او خارجه اقتصادي اړيكو لپاره نائب وزيراعظم سردور عمرزوقوف د زيارت په ورځ ليدلې دي ۔د ملاقات په مهال كووېډ 19 وبا دوه اړخيزه مرستې سيمه ايزې رابطه كارۍ او سيمه ايز امن او سلامتيا پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد هم پھ دې موقع موجود وو۔وزيراعظم ووئيل پاكستان او ازبكستان د ورورولۍ اړيكې لري۔ده د ازبكستان صدر سره د خپل ملاقات حواله وركولو سره ووئيل پاكستان د نړيوالې وباﺀ ختمېدو نه پس د هغه د پ??كستان دورې ته سترګې په لار دے۔وزيراعظم ووئيل د رېلويز بېلو پروژو په نتيجه كښې به د تجارت او سيمه ايزې رابطه كارۍ موقعې زياتې شي۔د ازبكستان نائب وزيراعظم د ازبكستان صدر د اړخه وزيراعظم عمران خان له د نيكو هيلو پیغام وركولو سره ووئيل هغه د پ??كستان دورې ته سترګې په لار دے۔ده د ازبكستان صدر د اړخه وزيراعظم عمران خان له د ازبكستان دورې بلنه وركړه او د پ??كستان سره اقتصادي اړيكو زياتولو خواهش يې څرګند كړو۔په دې موقع و??يراعمران خان افغان امن عمل كښې د پ??كستان مثبت كردار رامخې ته كولو سره ووئيل د افغانستان مسئلې كوم پوځي حل نشته۔امن ناك او مستحكم افغانستان د سيمې او پاكستان لپاره اهميت لري۔وزيراعظم په شريكه ګټه اډانه دوه اړخيزه او سيمه ايزې مرستې مستحكم كولو لپاره د پ??كستان د اړخه ازبكستان سره په ګډه د كار كولو د خواهش پخلے هم وكړو