اسلام آباد 19 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د راتلونكو نسلونو سباؤن محفوظ كولو لپاره به د ځنګلاتو له مېنځه وړلو او د الودګۍ په شان په ستونزو قابو موندل وي٬ صفائي زمونږ د ايمان برخه ده٬ په دې لړ كښ?? د خلقو د سوچ بدلولو ضرورت دے٬ د رضاكارانه خدمت جذبه زمونږ قومي طاقت دے او بايد د دې څخه د حكومت په كچه استفاده وكړې شي٬ د سزا او جزا نظام سره په ټولنه كښ?? ښو كارونو ته وده وركول ??ېد?? شي٬ د كلين ګرين انډېكس له مخې د ښارونو ترمېنځه د مقابلې اهتمام د ډاډ وړ اقدام دے۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د كلين ګرين انډېكس ايوارډز وركولو دستورې ته په خپله وېنا كښ?? وكړې۔ په دې موقع د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم او د موسمياتي بدلون وزير مملكت زرتاج ګل هم وېنا وكړه۔ وزيراعظم ووئيل چې په دې كامياب اقدام امين اسلم٬ زرتاج ګل ٬ د موسمياتي بدلون وزارت چارواكو او د اړوند ښارونو انتظامي چارواكو ته مباركي وايم۔ وزيراعظم ووئيل چې د ښارونو ترمېنځه د صفائې په اړه د مقابلې تصور وړاندې كول خوشبينه عمل دے٬ دې سره به زمونږ د الودګۍ پشان د ستونزې په حل كښ?? مرسته وشي۔ ده ووئيل چې زمونږ قوم په دې لړ كښ?? ډېر نېك بخته دے چې دلته په رضاكارانه توګه د خدمت كولو ډېره جذبه ده٬ د شوكت خانم روغتون جوړولو په مهال د قوم د جذبې نه ډېر متاثر شوے يم٬ دا جذبه زمونږ قومي طاقت دے۔ وزيراعظم ووئيل چې د راتلونكو نسلونو سباؤن محفوظ كولو لپاره به د ځنګلاتو له مېنځه وړلو او د الودګۍ په شان په ستونزو قابو موندل وي٬ صفائي زمونږ د ايمان برخه ده٬ په دې لړ كښ?? د خلقو د سوچ بدلولو ضرورت دے٬ د رضاكارانه خدمت جذبه زمونږ قومي طاقت دے او بايد د دې څخه د حكومت په كچه استفاده وكړې شي٬ د سزا او جزا نظام سره په ټولنه كښ?? ښو كارونو ته وده وركول ??ېد?? شي٬ د كلين ګرين انډېكس له مخې د ښارونو ترمېنځه د مقابلې اهتمام د ډاډ وړ اقدام دے۔ ده ووئيل چې زمونږ حكومت د 10 اربه ونو كرلو پروګرام پېل كړے٬ دغسې سالډوېسټ مېنجمنټ ته هم پام كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې هېواد شين او پاكولو لپاره ټولې طبقې په دې تحريك كښ?? شاملول دي٬ په دې لړ كښ?? اول د خلقو د سوچ بدلولو ضرورت دے ځكه چې بدلون تل وړومبې په ذهنونو كښ?? راځي۔ وزيراعظم د رضاكارانو د كردار په اهميت رڼا اچولو سره ووئيل چې ماحو??يا??ي تحفظ لپاره كار كوونكي رضاكار زمونږ اتلان دي٬ بايد د دوي ډاډګېرنه وكړے شي۔ ده ووئيل چې د كورونا په ضد د اوسني حكومت كاميابي په نړيواله كچه ستائل شوې٬ پاكستان د خلقو روغتيا سره سره دوي ته معاشي تحفظ هم وركړے۔ ده ووئيل چې د لاهور پشان د زياتې الودګې په ښار كښ?? د اكتوبر٬ نومبر او دسمبر په مياشتو كښ?? د كورونا د كېسونو زياتېدو ان??ېښ??ه ده٬ په حكومتي كچه د دې اړخ څارنه كېږي٬ د ماحو??يا??ي تحظ په اړه په خلقو كښ?? شعور بېدارول دي۔ د دې څخه وړاندې ملك امين اسلم په خپله وېنا كښ?? ووئيل چې د ښارونو ترمېنځه په مقابله ك ښې د پنجاب او خېبر پښتونخوا څخه د 20 ښارونو انتخاب شوے۔ ده ووئيل چې د صفائې په اړه په پنجاب كښ?? اټك او په خېبر پښتونخوا كښ?? بنو ښار وړومبې پوزيشن ترلاسه كړے۔ په نورو ښارونو كښ?? بهاولپور٬ لاهور٬ ګجرات٬ پېنډې٬ كوهاټ٬ اېبټ آباد٬ پېښور٬ ساهيوال او ګوجرانواله شامل دي۔ په ايوارډ ترلاسه كوونكو ښارونو كښ?? د پنجاب څخه اټك ﴿د ونو كرلو﴾ وړومبې پوزيشن ترلاسه كړو٬ بهاولپور ﴿د سالډ وېسټ﴾ دوهم٬ لاهور ﴿د واټر اېنډ هائي جين﴾ دريم٬ ګجرات څلورم او پېنډې پنځم پوزيشن ترلاسه كړو۔ د خېبر پښتونخوا څخه بنو وړومبې ٬ كوهاټ دوهم او اېبټ آباد دريم پوزيشن ترلاسه كړو۔ په انووېشن اېوارډز كښ?? پېښور٬ ساهيوال او ګوجرانواله ايوارډ ترلاسه كړل۔ په دې موقع د غوره كاركردګې څرګندونه كوونكو ګرين چېمئينز د نامو اعلان هم وكړے شو چې پكښې د پنجاب څخه ډاكټر اكرم شهزاد﴿خانيوال﴾ وړومبې٬ اشفاق نذر﴿سيالكوټ﴾ دوهم او بلقېس رېحانه ﴿فېصل آباد﴾ دريم پوزيشن ترلاسه كړو۔ د خېبر پښتونخوا څخه حسينه حسېن ﴿پېښور﴾ وړومبې او عاقل زمان ﴿صوابي﴾ دوهم پوزيشن ترلاسه كړو