کابل 19 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان به افغانستان كښې امن لپ??ره او د تشدد خاتمې له د افغانستان د هيلو څخه زيات كردار لوبوي٬ امن او د روابطو ودې سره به اقتصادي پرمختګ ممكن شي ٬ د مع??شي هلو ځلو ودې سره به د پولې دواړو اړخونو ته د اولس په ژوند كښې بدلون راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د افغان جمهور ريئس اشرف غني سره كابل كښې په صدارتي محل كښې د ملاقات نه پس شريك خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل زه افغانستان ته په رابللو د اشرف غني مننه كوم۔ ده ووئيل كابل يو تاريخي ښار دے او د 60 او 70 په لسيزه كښې دا يو بهترين ښار ٶ ٬ د پاکستان خلق به کابل او د افغانستان خلق به پېښور ت?? تلل راتلل خوښول٬ دواړه هېوادونه تاريخي اړېكې لري۔ ده ووئيل زه په يو داسې وخت كښې افغانستان ته راغلے يم كله چې د بده مرغه په افغانستان كښې د تشدد پېښې زياتې شوي۔ ده ووئيل د پاکستان حکومت او اولس افغانستان كښې امن غواړي٬د افغانستان اولس د تېرو څلورو لسيزو راهسې ستونزو سره مخ دے۔ ده ووئيل افغانستان كښې امن لپ??ره او په تشدد كښې كمي لپ??ره پاکستان د روغې جوړې عمل كښې خپل مثبت كردار لوبولے۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل پاكستان به افغانستان كښې د تشدد خاتمې او امن راوستو لپ??ره خپل ممكنه كردار لوبوي۔ ده ووئيل زه باور دركوم چې پاكستان به د تشدد خاتمې لپ??ره هر ھغه كردار لوبوي كوم چې ضر??ري وي۔ ده ووئيل افغانستان دې په دې لړ كښې مونږ ته اووائي مونږ څخه چې څه كېږي كوٶ به۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د افغانستان نه پس په امن كښې خوښي لرونكے د ??ول?? نه وړومبنې هېواد دے ځكه چې د پاکستان قبائلي سيمې كومې چې اوس په خېبر پښتونخوا كښې ضم شوي هم د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې زياتې ځپلې شوي٬ دغه سيمو څخه په لويه شمېره اولس كډه كړې او د دوي ژوند په مع??شي توګه زيات متاثره شوے۔ده ووئېل افغانستان كښې امن او د رابطو ودې سره به دغې سيمو ته هم ګټه ورسي٬ افغانستان كښې امن زمونږ په ګټه دے٬ امن او د روابطو ودې سره به اقتصادي پرمختګ هم وده ومومي او مع??شي هلو ځلو سره به د دواړو اړخونو د اولس ژوند كښې بدلون ر??شي ۔ وزيراعظم ووئيل مونږ به د افغانستان د هيلو نه زيات خپل كردار لوبوٶ۔ په دې موقع افغان جمهور رئيس اشرف غني د وزيراعظم عمران خان هركلي كولو سره ووئيل زه د افغانستان په دوره كولو د وزيرعظم عمران خان مننه كوم۔ ده ووئيل د پاكستان او افغانستان ترمېنځه مرسته سيمه ايز پرمختګ لپ??ره ضرري ده٬ د وسيمه ايزو روابطو وده او مع??شي هلې ځلې زمونږ په ګټه دي۔ ده ووئيل د حضرت محمدۖ حرمت د هر مسلمان د ايمان برخه ده٬ د رائے د اظهار په ازادۍ كښې منفي او مثبته رويه كښې تفريق ضر??ري دے۔ ده ووئيل د رسول پاك ﷺ ناموس د ??ول?? مسلمانانو مسئله ده٬ مونږ د خپل دود دستور٬ تهذيب او تمدن او د ناموس رسالتﷺ د تمسخر كولو هيڅ چا له اجازه نشو وركولې۔ ده ووئيل افغانستان كښې د تشدد خاتمې لپ??ره جنګ بندي پكار ده٬ افغانستان كښې امن لپ??ره مثبت سياسي عمل له خوښي لرو۔ ده ووئيل د پاكستان وزيراعظم سره زما ملاقات مثبت او ګټور ٶ۔ په دې موقع افغان جمهور ريئس اشرف غني خپلو خبرو كښې ووئېل زه به ډېر زر د پاكستان دوره كوم