ملتان 02 جنوری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې و??يراعظم د اولس او اېوان اعتماد لري او تحريك انصاف لوي مېنډېټ سره اقتدار ته راغلے، اپوزيشن ته به د اولس د مېنډېټ احترام كول وي، ټول قوم ته د پي ډي اېم حقيقت معلوم شوے. ده دا خبرې د خالي په ??رځ په ??لتان كښې په خپله سيمه كښې بېلا بېلو دستورو ته د وېنا كولو په ??هال وكړې. خارجه وزير ووئيل چې د پي ډي اېم احتجاج مونږ لپاره كومه د پرېشانې خبره نه ده. ده ووئيل چې څوك چې په خپله محتجاج وي هغه ??ه احتجاج څه وكړي. ده ووئيل چې پي ډي اېم د جنورې د 31مې نېټې انتظار ولې كوي، مونږ به د دوي په ??ېنا يا د دوي په ??شار استعفٰي ورنه كړو. مونږ د اولس مېنډېټ لرو، وزيراعظم عمران خان د ايوان اعتماد لري، هغه ?? اپوزيشن په ??ېنا ولې استعفٰي وركړي؟ په حقيقت كښې د پي ډي اېم بيانيې د اولس دلچسپي د لاسه وركړې. پرون په ??اهور كښې د پي ډي اېم د مشرانو پنځه نيم ساعته اوږده غونډه بې نتيجې پاې ته ورسېده. ده ووئيل چې د هند د هندوتوا په ??الېسو عمل كوونكي مودي سركاري د ټولې اسيائي منطقې امن او استحكام سختو خطرو سره مخ كوي. ده ووئيل چې سي پېك د هېواد پرمختګ ضامن دے، حكومت د سي پېك دوهم پړاٶ زرترزره پاې ته د رسولو عزم لري. ده ووئيل چې په افغانستان كښې د افغانانو ترمېنځه مذاكرات او په ضوابطو او قواعدو اتفاق خوشبينه دے. مونږ ګڼو چې په افغانستان كښې امن وي نو په ??وله منطقه كښې به امن وي.خارجه وزير ووئيل چې و??يراعظم عمران خان به د ملتان دوره كوي او هغه ??ه د ملتان دورې په ??هال د لوي پرمختيائي پېكج اعلان كوي.