اسلام آباد 18 جنوري(اے پي پي) د تېرو 24 ساعتو په مهال د كرونا وائرس په سبب د پنجاب نه پس په سندھ كښې د زياتو كسانو د مړه ك??دو پېښې رامخې ته شوي۔ ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال 45 كسان مړه شوي چې پكښې 30 په وينټيليټرز وو۔ د نېشنل کمانډ اينډ آپرېشن سنټر (اېن سي او سي) لخوا د جاري بيان له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د 1920 كسانو د كرونا ټېسټ مثبت راغلے او 46 كسان مړه شوي پكښې 39 كسان په روغتون كښې او يو په كور قرنطينه كښې پحق رسېدلې٬ د هېواد په څلورو لويو ښارونو كښې په وينټيليټرز د كرونا رنځورانو تناسب په لحاظ سره ملتان 49 فهصد،لاه??ر كښې 36 فيصد،بهاولپ??ر كښې 55 فيصد او اسلام آباد كښې 31 فيصد رنځوران پراته دي۔ ت?? اوسه په ګرد هېواد كښې د كرونا رنځ څخه 4 لكه 75 زره 228 كسان صحت مند شوي٬ په بلوچستان,ګلګت بلتستان او آزاد کشمير كښې د كرونا يو رنځور دا مهال په وينټيليټرز نشت?? او په ګرد هېواد كښې كرونا لپاره په مختص وينټيليټرز باندې 325 رنځوران پراته دي٬ ګرد هېواد كښې د كرونا د اېكټيو كېسونو شمېره 34 زره 986 د?? او ګرد هېواد كښې د كرونا ځپليو كسانو شمېره 5 لكه 34زره 986 ده دغسې د كرونا په سبب د مړو كسانو شمېره لس زر 997 ته رسېدلې ۔ ت?? اوسه په ګرد هېواد كښې د كرونا وائرس 74 لكه 6 زره 571 ټېسټونه شوي۔ د اېن سي او سي رپورټ له مخې ګرد هېواد كښې د كرونا درملنې لپاره په مختص 631 روغتونونو كښې دوه زره 849 رنځوران داخل دي