اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي په هند كښې مسلمان،بنګاليان، دلت څوك هم محفوظ نه ??ي ، نن په هند كښې سيكولرازم ختميدونكے او هندوتوا سوچ رامخې ته كيدونكے ښكاري۔ د نهې په ورځ د تورې ورځ په اړه يو مهم بيان كښې خارجه وزير ووئيل نن د هند ?? جمهوريه ورځ د تورې ورځ په توګه لمانځلې كيږي، نن په ټوله نړۍ كښې كشميريان په احتجاج دي۔شاه محمود قريشي ووئيل د آئين ترمخه كشميريانو له وركړے شوے تشخص اخستلے شوے ،كشميريان په احتجاج دي د هغوي بنيادي آئيني حقونو ته زيان رسيږي۔ده ووئيل نړيواله ميډيا ، د بشري حقونو تحفظ لپاره كار كوونكې نړيوال تنظيمونه، مقبوضه جمو او كشمير كښې روانې د بشري حقونو خلاف ورزي او د هند ??لمونه په ډاګه شوي ۔خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل نن د هند ريپبلك ډے پريډ كښې ټينكونه نه ټريكټرې په نظ?? راتللې ۔نن د هند كروندګرو د ډلي پلو مارچ كولو،شاه محمود قريشي ووئيل د هندي سركار منفي پاليسيو له امله د هند ?? معيشت صورتحال خراب شوے ۔هند كښې نن اقليتونه خپل ځان غير محفوظ محسوسوي۔ده ووئيل نن په هند كښې مسلمان،بنګاليان، دلت څوك هم محفوظ نه ??ي ،هند كښې د جمهوريت په ځاے تور قوانين نافذ كيږي۔خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل نن په هند كښې سيكولرازم ختميږي او هندوتوا سوچ په ډاګه كيږي، د هند ?? رويې په وجه ټول ګاونډيان په زوراق كښې دي۔ نيپال،چين،بنګله ديش ټولو سره د هند ??ويه بدله شوې