اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان او مصر دوه اړخيزه اړيكو مستحكمولو ٬ رابطو زياتولو او شريكې تګلارې خپلولو ته صلاح شوي۔ د زيارت په ورځ د مصر دورې او سيمه ايز صورتحال په حقله خپل يو بيان كښې خارجه وزير ووئيل د پاكستان خارجه وزير نهه كاله پس د مصر دوره كړې۔ زه په دې وئېلو خوشحالي محس??سو??٬ چې د تېرو لسو كلونو نه د پاكستان او مصر د تعطل ښكار اړيكې يو وارې بيا بحال شوي ۔ ه??ه وئيل پرون مې د مصر صدر عبد الفتاح السيسي ??ره په زړه پورې ملاقات شوے۔ ملاقات كښې ه??ه پاكستان لپاره د قدر وړ جذبو څرګندونه كړې او د وزيراعظم عمران خان ستائنه كړې ۔ ه??ه ووئېل د مصر صدر د اسلامي نړۍ په اړه خپل ويژن څرګند كړے او ما سيمه ايز او د منطقې صورتحال هغه ته وړاندې كړے۔ ما د مصر خپل همڅنګ سامح شكري ??ره هم ملاقات كړے او هغه ??ره مخې د پلاوې په كچه خبرې هم شوي ۔ ه??ه ووئيل د دې دورې نه پس به د مارچ په مياشت كښې په اسلام آباد كښې د پاكستان او مصر ترمينځه د اعلٰی كچ سياسي كمېشن مشاورتي غونډه كېږي او د اپرېل په دوهمه اونۍ كښې به زمونږ جوائنټ چيف آف سټاف مصر ته ځي او زمونږ دفاعي اړيكې به مخ په وړاندې بيائې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د مصر خارجه وزير به د روژې مياشتې نه پس د پاكستان دوره كوي او ما ??ره به د شريكو وزارتونو د غونډو مشري كوي٬د دې نه علاوه مئي/جون كښې كېدونكې د هوابازۍ مشقونو كښې پاكستان ته بلنه وركړې شوې٬پاكستان به په دې مشقونو كښې ګډون كوي۔ ه??ه ووئېل د مصر خارجه وزير ما د پاكستان انګېج افريقه پالېسۍ او د پاكستان په ترسيلات زر كښې د زياتوالي نه هم خبر كړے۔