سکھ??۔7مارچ (اے پی پی) كراچۍ نه لاهور ته تلونكې ټرېن 15اپ کراچی اېکسپرېس په منډو ډېرو او سانګی رېلوے اسټېشن پې??ې سره مخ شو۔ د پې??ې په نتيجه كښې يوه مېرمنه مړه او 40 مسافر ژوبل شول كومو كښې چې د درېو حالت اندېښمن ښودلے شي۔ پوځ ٬ رېنجرز او ايدھي عمله د رېسكيو عملياتو كښې بوخت ده۔ د تفصيلات له مخې كراچۍ نه لاهور ته تلونكې ټرېن 15اپ کراچی اېکسپریس روهړي سټېشن نه روانېدو نه 10 دقيقې وروسته پې??ې سره مخ شو۔ په منډو ډېرو او سانګی رېلوے اسټېشن (کلو میټر نمبر 490/2) د ياد شوي ټرېن 9 ډبې پاټلۍ نه كوز شوې۔ د اطلاع په ترلاسه كېدو پنوں عاقل چھاونۍ څخه د پاكستان آرمي ځوانان ٬ سكھر نه رېنجرز او ايدھي اهلكار د پې??ې ځائې ته ورسېدل۔ د پې??ې په نتيجه كښې يوه 32 كلنه مېرمنه مړه او 40 كسان ژوبل شول۔ د 15 نه زيات مسافر د روهړي روغتون ته منتقل او نور د سكھر سول روغتون ته رسولې شوي دي۔ د پې??ی په نتيجه كښې دواړه ټرېكونه ځپلې شوي ٬ بحالۍ له ئې كار روان دے۔