اسلام آباد 26 اپريل (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف(پي ټي آئي)??شر او سېنېټر فيصل جاوېد وئېلي دي وزيراعظم عمران خان پاكستان د قائداعظم محمد علي جناح ويژن له مخې د جديد اس??ام?? فلاحي رياست جوړولو په مشن روان دے٬نيا پاكستان هاؤسنګ سكيم٬يونيورسل هېلت كورېج٬څوك اوږې اوده نه شي٬لنګر خانې او د پناه ځايونو غوندې اقدامات د دې ښكاره مثالونه دي۔د وزيراعظم عمران خان ټول پام د ټولنې كمزورې طبقې ??ون?? ښه كولو پلو دے٬په ګرانۍ كښې كمے راغلے۔د ګل په ورځ پي ټي وي سره په خبرو كښې ده و??ئيل د بده مرغه د پاكستان په تېرو حكومتونو كښې كرپشن٬سفارش٬ بډې ٬غلاګانې او د ميرټ قتل عام عام ؤ ٬ځكه زمونږ هېواد د ټولو وسائلو لرلو باوجود شاته پاتې شوے ؤ ۔ده و??ئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د تحريك انصاف حك??مت په هېواد كښې د قانون په سرلوړۍ باور لري٬د مالدار او غريب لپاره به جلا جلا قانون نه و??٬د قبضه مافيا پشمول بېلو څانګو كښې ناست مافياز او ذخيره اندوزي كوونكو په ضد د فرق نه غېر كاروائي روانه ده۔ سېنېټر فيصل جاوېد ووئيل نيا پاكستان هاؤسنګ سكيم٬يونيورسل هېلت كورېج٬څوك اوږې اوده نه شي٬لنګر خانې او د پناه ځايونو غوندې اقدامات د وزيراعظم عمران خان د فلاحي رياست جوړولو وژن عكاسي كوي۔ده و??ئيل په سندھ كښې د روغتيا آسانۍ لويه مسئله ده٬د اتلسم بدلون نه پس صحت د سندھ چيپټر دے خو د دې باوجود وفاقي حك??مت اولس ته د روغتيا معياري آسانۍ وركولو لپاره د سندھ حك??مت مرستې لپاره چمتو دے