اسلام آباد۔28 اپرېل (اے پی پی) د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 5292 نوي كېسونه رامخې ته شوي او نور 201 كسان مړه شوي دي۔ تر ټولو زيات كسان پنجاب ??وب?? كښې مړه شوي دي۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر(اېن ??ی اوسی) له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال 201 كسان ?? كووډ – 19 د لاسه مړه شوي۔ زيات كسان پنجاب كښې مړه شوي دي۔ تر دې دمه پاكستان كښې 7 لکھ 4 زره 494 كسان ?? دې وباﺀ نه ښه شوي دي۔ دا مهال بلوچستان ??و آزاد كشمير كښې كوم هم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې 644 وېنټی لېټرز كارولې شي۔ ګرد هېواد كښی د اېكټو كېسونو شمېره 88 زره 207 او د ځپلو مجموعي شمېره 8 لکھ 10 زره 231 ته رسېدلې ده۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د دې وباﺀ د لاسه په مجموعي توګه 17 زره 530 كسان مړه شوي دي۔ بلخوا ګرد هېواد كښې په مجموعي توګه د کووډ۔19 يو كروړ 16 لکھ 20 زره 14 ټېسټونه شوي دي۔ دا مهال ګرد هېواد كښې د وباﺀ رنځورانو له بېل كړې شويو 631 روغتونونو كښې د 6286 رنځورانو درملنې روانې دي