اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي جيو سټرېټجك صورتحال او ګوادر نظر كښې نيولو سره به ټولو سياسي ګوندونو او اولس له يو موټې كېدل وي۔ ټولو سياسي ګوندونو له به په ا??ېكشن اصلاحاتو او ملكي حالاتو يو ځائې ناسته كولو سره د صلاح مشورې د لارې تګلاره وضعه كول وي۔ هېواد چې نن څومره ا??تصادي مسئلو سره مخې دې د دې بنياد د برېښنا ګرانې منصوبې دي۔ كه دې منصوبو ته يو وارې بيا وكتلې شي نو زمونږ ډېرې مسئلې حل كېدې شي۔ ټولې وېزې به آن لائن وي۔ اېګزټ وېزا به هم آن لائن وركولې شي۔ په پخواني قبائلي سيمو كښې رجسټرېشن لپاره د موبائي رجسټرېشن آساني وركړې شوې ده۔ په يوه ورځ كښې 2180 روپۍ زيات فيس وركولو سره ا??س پاسپورټ ترلاسه كېږي۔ د خالي په ورځ قومي اسمبلۍ كښې په بجټ د عام بحث په مهال وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وو??يل په افغان پوله د ازغن تار لګولو كار 88 فیصد بشپړ شوے دے۔ د روانې مياشتې تر 30 مې نېټې به ټول كار وشي۔ داخله وزي?? وو??يل په افغانستان كښې دا مهال په 38 ځايونو كښې جنګ روان دے۔ د آئي اېم اېف په اړ?? وفاقي وزي?? وو??يل آئی اېم اېف ته تللو سره په ا??لس فشار سوا كېږي او دا ځكه چې د خزانې حالات ښه نه دي۔ داخله وزي?? وو??يل د وزيراعظم عمران حكومت د كال 1963 نه پس په وړومبي ځل د داسو ٬ ديامير بھاشا او مهند ډېم په پروژو كار پېل كړو۔ دې منصوبو سره به ارزانه برېښنا ترلاسه شي۔ داخله وزي?? وو??يل هر يو وزير دے د بجټ په موقع خپل وزارت كښې د شوي پېشرفت نه غونډه خبر كړي۔ هغه وو??يل په ا??لني ځل شناختي كارډ وېړيا وركولې شي۔ معذوره وګړو لپاره هم آساني رامخې ته كولې شي۔ په ټولو ضلعو كښې د نادرا دفتر پرانستلو اختيار د قامي اسمبلۍ غړو ته وركړې شوې دې او په دې كښې به هېڅ ډول سياسي فرق كولې نه شي