اسلام آباد 21 جون (اے پي پي)خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان د ترهګرۍ په ضد بلها قربانۍ ??ركړي٬ مونږ د يو ترهګر تنظيم يا د مشر هېڅكله ملاتړ نشو كولې٬ مونږ په افغانستان كښې امن غواړو٬ مونږ په هر فورم د روغې جوړې كردار لوبولے ، د افغان شخړې هوارے افغانانانو له پخپله لټول دي، كه افغانستان د 90 لسيزي ته ستنېږي نو فشار يقيناً زياتېدے شي او د افغان كډوالو شمېره هم زياتېدې شي٬ د مودي سرکار لخوا د جون په 24مه نيټه غونډه رابلل مهم پېشرفت دے۔ د ګل په ورځ د صحت قامي اداره كښې دستورې ته د وېنا نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل نن په اېن آئي اېچ كښې چې په كوم ډول ډپلوميټك کور لپاره د ويکسينيشن اهتمام شوے ھغه د ستائنه وړ اقدام دے۔ د افغانستان پحقله خارجه وزير ووئيل د پاكستان لائحه واضح ده٬ مونږ غواړو چې په افغانستان كښې امن وي ٬ مونږ په هر فورم د روغې جوړې كردار لوبولے٬ نن په نړۍ كښې د پاكستان د روغې جوړې د كردار ستائنه كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل زما په تركيه كښې د تاجکستان، ازبکستان٬ کرغزستان، کويت او د قطر خارجه وزيرانو سره ملاقاتونه شوي٬ ټول د سياسي حل خبرې كوي۔ د بهرنيو ځواكونو د وتلو پحقله خارجه وزير ووئيل افغانستان څخهد غير ملکي ځواكونو انخلاء 60 فيصده بشپړه شوې او اوس هم دا سلسله روانه ده۔ده ووئېل مونږ په افغانستان كښې امن غواړو ځكه چېافغانستان سره زمونږ مفادات تړلي دي ٬هلته امن سره به زمونږ روابط وده ومومي او د معاشي استحكام زمونږ خوب رښتيا كېدے شي، خو د افغان شخړې حل افغانانانو له پخپله لټول دي۔ ده ووئيل دا مهال دوه سوچونه مخې ته راغلي ٬ يو طبقه د اسلامك آمارات آف افغانستان او بله ري پبلك آف افغانستانجوړول غواړي٬ پرېكړه افغان مشرتابه له كول دي او امتحان د افغان مشرتابه دے ۔ده ووئېلمونږ لاس په دعا يو چې هغوي په دې امتحان كښې بريالي شي خو بله طبقه د خپلو ناكاميو څخه د تښتېدو ھڅې كوي۔ ديوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د امريکې مقصد په افغانستان كښې د نړيوال ترهګرۍ نېټ ورك ماتول دي او ھغوي ګڼي چې خپل مقصد ئې ترلاسه كړے۔ ده ووئيل د امريكې او طالبانو ترمېنځه دا لوظنامه كېدل چې ھغوي به افغان خاوره د كوم بل هېواد په ضد كارولو له نه ??رك??ي هم پېشرف دے۔ دوي افغان سرتېري تربيه كړل او د ھغوي انفراسټركچر ئې سم كړو٬ اوس افغان واكمن وائي چې ھغوي د خپلې دفاع صلاحيت لري۔ خارجه وزير ووئيل د پاکستان وياند او نمائنده يم زه به عمر له د پاكستان خبره كوم٬ طالبان خپل وياند لري٬ ما د نېشنل سيکورټي ايډوائزر د تورونو ځواب د پاكستاني په توګه وركړے٬ زه د ځواب ??رك??لو حق لرم ۔ ده ووئيل كه څوك زما د قام توهين كوي نو زه څنګه غلے پاتې كېدے شم؟ ټول پاكستاني قام دا تورونه مسترد كړي او زياتو افغانانو هم دا بيانونه مناسب نه دي ګڼلي ٬ د هند غېر قانوني مقبوضه جمو و کشمير پحقله خارجه وزير ووئيل زه د مودي سركار لخوا د جون په 24مه نيټه غونډه رابلل يو غېر معمولي پېشرفت ګڼم،کشميريانو د پنځم اګست كال 2019 د هند غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات رد كړي٬ محبوبه مفتي، فاروق عبداللهد هندي سركار سره په اقتدار كښې شريك دي َاو ھغوې هم د پنځم اګست اقدامات نه دي تسليم كړي ۔ ده ووئيل دې اقدام سره د هند سېكولر تشخص ته زيان رسېدلے او د دې اقداماتو نه پس د كشمير د سېلګرۍ معيشت تباه شوے ۔ ده ووئېل د کرونا وبا په مهال كشميريان ډبل لاك ډاون سره مخ دي٬ په دې بېك ګراٶنډ كښې دا غونډه رابلل د غور خبره ده ۔ ده ووئېلپه درپرده غونډه رابللو كښې دا اعتراف پټ دے چې هر څه سم نه دي خو په 24م ??ون به اصل حقاېق او صورتحال رامخې ته شي اوس په دې رائے ??رك??ل به د وخت نه وړاندې خبره وي