اسلام آباد24جون (اے پ?? پي)صدر ډاکټر عارف علوي سمندر پورې پاکستانيانو ته د دوي سياسي حقونه وركولو سره د انتخابي عمل لا سپېځلي ٬محف??ظ او بې پرې جوړولولپاره د انتخابي اصلاحات عمل په ګړندي كولو زور رواوړلو سره وئېلې ديانتخابي نظام مستحکمولو لپاره په ګډه كار كول د سياسي ګوندونو او اړوندو ادارو قامي ذمه واري ده۔ ??ه د دې خيالاتو څرګندونه ده زيارت په ورځ د انتخابي اصلاحات د پېشرفت د جاج اغستو غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔په غونډه كښې ?? سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير سنېټر شبلي فراز، د ا??لاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن، د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود، د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزير امين الحق او پارلماني چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ظهير الدين بابر اعوان ګډون كولو۔ په دې موقع په انتخابي قوانينكښې ?? بهترۍ په بېلا بېلو وړاندېزونو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په غونډه كښې د ا??لاحات عمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره د سياسي ګوندونو او نورو شراكتدارو ترمېنځه د ا??فاق پېدا كولو په حاجت زور رواړلے شو۔ صدر مملکت د الېکشنز ايکټ 2017 حواله وركولو سره ووئيل ټول سياسي ګوندونه د جمهوري عمل قوي كولو لپاره د دې ملاتړ كوي، دا ځل هم د سياسي ګوندونو مشرانو لخود د الېكټرانك ووتنګ مشينانو د لارې د سپېځلي اتنخابي عمل په اړه د اولس د سياسي حقونو تحفظ سره سره د انټرنيټ ووټنګ د لارې سندر پورې پاكستانيانو ته سهولت لپاره د دغې جذبې څرګندولو ته اړتيا ده ۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل زه په موجوده انتخابي قوانين كښې ??هترۍ لپاره ټول سياسي ګوندونه په اعتماد كښې ??خستو ته چمتو يم ۔ ده ووئيل د سياسي اختلافات نه پس د هېواد د اولس بنيادي سياسي حقونو لپاره په ګډه كار كول پكار دي۔