اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي د?? چې پاكستان امريكې سره د دوه اړخيزه اقتصادي مرستې٬د سيمه ايز روابطو ودې او د سيمه ايز امن په اړه ?? اوږدې مودې اړيكو لپاره عزم لري۔د خارجه دفتر وياند له مخې د خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د امريكې خارجه وزير انتهوني بلنكن ترمينځه د جمعې په ورځ ټېليفوني رابطه شوې۔د خبرو اترو په مهال په دوه اړخيزه اړيك?? او په سيمه ايز صورتحال خبرې شوې دي۔د خبرو په مهال خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل چې پاكستان امريكې سره د دوه اړخيزه اقتصادي مرستې٬د سيمه ايز روابطو ودې او د سيمه ايز امن په اړه ?? اوږدې مودې اړيكو لپاره عزم لري۔د وزيراعظم عمران خان د جيو اكنامك وژن حواله وركولو سره خارجه وزير ووئيل چې پاكستان امريكې سره دوه اړخيزه تجارت٬سرمايه كاري او دوه اړخيزه اقتصادي مرسته زياتول غواړي۔دواړو خارجه وزيرانو د امريكې په مالي مرسته د مينځنۍ آسيا څخه د افغانستان د ل??رې پاكستان لپاره د توان او د رابطې جوړولو په بېلا بېلو پروژو هم خبرې وكړې۔خارجه وزير وئيل چې په افغانستان كښې د امن په اړه ?? دواړو هېوادونو يو ډول نظر خوشبينه دےشاه محمود قرېشي ووئيل چې پاكستان په افغانستان كښې امن لپاره امريكې سره د باوري شراكتدار په توګه هڅې روانې ساتلو لپاره عزم لري۔ده ووئيل چې مونږ هيله لرو د افغانستان څخه د غېر ملكي ځواكونو په ذمه واره توګه د وتلو عمل د ل??رې به د افغانستان د سولې عمل پھ ترسره كېدو مرسته وشي۔خارجه وزير وئيل چې په افغانستان كښې پوخ امن د افغان مشرانو٬د سيمه ايز?? او نړيوالو طاقتونو شريكه ذمه واري ده۔ده ووئيل چې په ټولو اړوند ډلو ذمه واري راځ?? چې دوي په افغان ډلو د جامع مذاكراتو د ل??رې د افغانستان د مسئلې په سياسي حل ټينګار وكړي۔خارجه وزير د كورونا وبا مخ نيوي لپاره د امريكې لخوا په مرسته كولو د امريكې د خارجه وزير مننه وكړه۔دواړو خارجه وزيرانو د افغانستان د سولې په عمل كښې مقصدي پرمختګ كولو لپاره د دوه اړخيزه روابط?? او مرستې په زياتولو ټينګار وكړو