اسلام آباد 12جولائ (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سپارښتنه كړې پن??اب كښې دې د پرمختيائي منصوبو څارنې له د عصري سائنسي تګلارې سره د درېمې ډلې څخه د څارګر نظام وضعه كړئ ۔ ضلعي پرمختيائي پېكج ته دې خصوصي پاملرنه وكړې شي۔ هره يو ضلع ??ښې دې د لوبو مېدانونه جوړ كړے شي۔ يونيورسل هېلت كيئر آسانۍ څخه ګټه پورته كولو كښې دې كوم وګړے ستونزو سره مخ نه وي۔ په پرمختيائي پېكج د پېشرفت درې مياشتنيز جائزه رپورټ دې وزيراعظم آفس ته ولېږلے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ د پن??اب پرمختيائي پېكج په حقله د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ غونډه كښې د پن??اب وزيراعلی سردار عثمان بزدار ٬ د خزانې صوبائي وزير هاشم جوان بخت، د پن??اب وزيراعلی صلاحكار ډاكټر سلمان شاه ٬ خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان او نورو اعلی چارواكو ګډون كولو۔ د پن??اب اعلی وزير سردار عثمان بزدار غونډې ته ووئيل په مالي كال 22-2021 بجټ كښې د پرمختيائي منصوبو لپاره 66 فیصده زياتوالے شوے۔ تېر كال د بجټ د كارولو شرح 97 فیصد پاتې شوې كومه چې په تېرو 10 كلونو كښې يو ريكارډ دے۔ تېر كال ټول 5889 سکیمونه بشپړ كړې شوي ۔ غونډې ته ووئيل شول د پرمختيائي چارو په لړ كښې كركيلې او انډسټري ته خاص پام ګرځولے شوے او د دې په بجټ كښې نزدې 3 سوه چنده اضافه شوې ۔ وزیراعظم د پن??اب د پرمختيائي پروګرام هدفونه ستائنه كولو سره د منصوبو د پرله پسې څارنې هدايت وكړو۔ وزیراعظم ووئيل ټوېل ضلعيې او د اړوندو ادارو چارواكي به د منصوبو په وخت د ترسره كولو ذمه وار وي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د منصوبو ترسره كېدو څارنې له دې نه يوازې عصري سائنسي تګلاره وكارولې شي بلكې د تھرډ پارټي د لارې دې څارګړ نظام وضعه كړے شي كوم چې مونږ پرله پسې خبر وساتي۔ وزيراعظم ووئيل ضلعي پرمختيائي پېكج ته بايد خصوصي پاملرنه وكړې شي دغسې چې اولس ته د آسانيو رسنه باوري كړې شي۔ ده ووئېل هره يوه ضلع ??ښې د ځوانانو لپاره د لوبو مېدانونه جوړ كړئ دغسې چې هغوي ته د صحت مندو سرګرميو فرصتونه وركړې شي۔ پن??اب كښې د يونيورسل هېلت كېئر نظام په خصوصي توګه ذكر ??ولو سره وزيراعظم هدايت وكړو چې دا خبره دې باوري كړې شي چې عام وګړې دې دې آسانۍ څخه په بشپړه توګه ګټه پورته كړي او په دې لړ كښې دې كومې ستونزې سره مخ نه وي۔ هغه هدايت وكړو چې په پرمختيائي پېكج د پېشرفت درې مياشتنيز جائزه رپورټ دې وزيراعظم آفس ته ولېږلے شي۔