کوټلي 23 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان ته د جمعې په ورځ د آزاد كشمير کوټلي ښار كښې د جلسې په پنډال كښې ګډون كوؤنكو لاسونه پړقولو او نعرې پورت?? كولو سره په زړه پورې هركلې ووې۔ په جلسه كښې ګډون كوٶنكو د پي ټي آئي او آزاد كشمير بېرغونه هسك كړې وو٬ وزیراعظم په شاندار هركلي كولو د كوټلي اولس مننه وكړه۔ ده ووئيل د آزاد کشمیر ا??لس له به د ووټ د لارې خپل قسمت بدلول دي، هيله ده چې د جولائي په 25م?? نېټه په آزاد كشمير كښې لوے بدلون راشي۔ جلسې ته د كشمير او ??لګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور ا?? سېنېټر فېصل جاوېد سره سره د آزاد كشمير قانون سازې اسمبلۍ لپار?? كوټلي څخه د تحريك انصاف كانديد ملك يوسف، انصر ابدالي، ملك ظفر او ??وهدري محمد اخلاق هم ??ېنا وكړه۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د آزاد جمو و کشمیر قانون ساز اسمبلۍ په انتخاباتو كښې به د پاکستان تحریك انصاف د كاميابۍ نه پس بيا د كوټلي دور?? كوم۔ د دې نه وړاندې وزیراعظم عمران خان په تراړکھل كښې هم جلسې ته وېنا وكړه۔ دا خبره د ذكر وړ ده چې د آزاد جمو و کشمیر د قانون ساز اسمبلۍ د اتنخاباتو پولنګ به (سبا) د اتوار په ورځ كېږي۔