ملتان 31 جولائي (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرشېي وئېلي دي چې پاكستان په افغانستان كښې امن غواړي او په دې اړه زمو??ږ دا دريځ دے چې معاملات د خبرو اترو د لارې حل كول پكار دي٬دا زمونږ فرض دے چې مونږ په هغه قوتونو نظر وساتو كوم چې د امن په عمل كښې خنډان پېدا كول غواړي۔ د خا??ي په ورځ رضا هال ملتان كښې خبريالانو سره پھ خبرو كښې خارجه وزير ووئيل چې پاكستان د منطقې ټولو هېوادونو سره په را??طه كښې دے كوم چې د افغانستان ګاونډيان دي۔ مونږ افغانستان سره هم په را??طه كښې يو او طالبانو سره هم خو د افغان حكومت او طالبانو له پخپله په ګډه ناسته پكاره ده خو مو??ږ د دوي په معاملاتو كښې مداخلت كول نه غواړو۔ ده و??ئيل چې مو??ږ د جبري قبضې ملاتړ نه كوو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده و??ئيل چې د عراق او سوريې څخه جنګيالي افغانستان ته را??وان دي نو په دې افغان حكومت له نظر ساتل پكار دي۔ ده و??ئيل چې ما د خپلو اوسنيو دورو په مهال د چين٬تاجكستان٬ازبكستان٬تركيه او د روسيې خارجه وزيرانو سره ملاقاتونه كړي دي۔ په ايران كښې نوې حكومت جوړ شوے ځكه نوې خارجه وزير سره به ملاقات هم كوم۔ ده و??ئيل چې د طالبانو نمائندګانو سره په دوحه كښې د دې څخه وړاندې دوه غونډې شوې دي٬ په سباؤن كښې به هم هغوي س??ه ضرور را??طه و??۔ ده و??ئيل چې د مقبوضه كشمير مسئله اوس يوازې د پاكستان نه بلكې د ټولې نړۍ مسئله جوړه شوې٬د ټولې نړۍ څخه د هغوي په حق كښې غږ پورته كولې كېږي پخپله د كشمير لارښودو هندي وزيراعظم مودي س??ه ملاقات كښې په دې مسئله خبره كړی٬د اروپائي ائتلاف غړو لخوا هم پھ مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزو د تشويش څرګندونه شوې۔ ده و??ئيل چې وزيراعظم عمران خا?? به د اګست په پنځمه نېټھ آزاد كشمير ته ځي۔ د دې خبرې امكان دے چې تر هغه وخت به د آزاد كشمير نوې حكومت هم جوړ شوے وي۔ ده و??ئيل چې د ګلګت بلتستان نه پس اوس د آزاد كشمير اولس هم په موجوده حكومت د باور څرګندونه كړې۔ زمونږ هڅه ده چې مو??ږ د سندھ خلك هم قائل كړو او تر هغوي دا پېغام ورسوو او هغوي ته اوويو چې موجوده حكومت ستاسو مسئلو لپاره كوم ګامونه پورته كوي۔ خارجه وزير د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې په بهاولپور او ملتان كښې سوئېلي پنجاب سېكټرېټ به تر 2023 بشپړ كړې شي