كوئټه 14 اګست (اے پي پي) د بلوچستان سرښار كوئټه پشمول په ټول بلوچستان كښې د آزادې ورځ په بشپړ ډول ولمانځل شوه. د صوبې ټولې سركاري او نيم سركارې دفترې، ودانې، بازارونه، تعليمي ادارې د پاكستان په قومي بېرغ ښائسته كړې شوې. د كوئټه پشمول په ګوادر، تربت، سبي ، ډ??ره بګټي، كوهلو، لورالائي، چمن، زيار??، نوشكي، هرنائي، جهل مګسي او نورو ښارونو كښې خا?? دستورې او غونډې وشوې چې پكښې د زرګونو په شمېر سړو او ښځو ګډون وكړو او په دې موقع كشميري اولس سره د يووالي څرګندونه وشوه. سهار وختي په جوماتونو كښې د هېواد سلامتيا او د كشمير آزادې لپاره خا?? دعاګانې وكړې شوې. په سرښار كوئټه كښې د آزادې ورځې په موقع د 21 توپو سلامي وكړې شوه.