اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې حكومت اېكسپورټرز لپاره آسانۍ رامخې ته كوي٬ د درآمدات او د برآمداتو ترمېنځه ??رق كمولو له به په بيړنۍ توګه اقدامات كول وي۔ کا??وب??ري ورورولۍ له ښه چاپېريال او كا??وب??ر دوست پاليسۍ وركول د حكومت لومړۍ ترجيح ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د هېواد د برآمداتو حجم زياتولو لپاره د حكومت لخوا د پورته كړې شوې اقداماتو جاج اخستو غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د قامي سلامتيا خاص مرستيال ډاکټر معيد يوسف، خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل، د کامرس او توان ډويژنونو سېكترانو او لوړ پورو ګډون وكړو۔ غونډې ته ووئيل شؤ چې د پاكستان د موجوده برآمداتو حجم كښې په مجموعي توګه 30 اربه ډالره اضافه ممكن ده٬ د برآمدات زياتولو په لړ كښې په ممكنه توګه آئي ټي، ټېکسټائل، د??رو??ان، پولټري، وريژې، سبزۍ او مېوي، څرمن، مالګه، سنګ مرمر، سرامکس او د سرجيکل سامان پشمول 19 مصنوعاتو ته پام كولو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم په دې خبره زور رواړو چې ټولې معاشي اعشاريې په مثبت پلو روانې دي خو درآمدات او د برآمداتو ترمېنځه ??رق كمولو لپاره به په بيړني توګه اقدامات كول وي۔ حكومت اېكسپورټرز لپاره آسانۍ پېدا كوي۔ وزيراعظم کامرس ډويژن ته امر وكړو چې بهر هېوادونو كښې تعينات د پاکستان ټرېډ اينډ انوېسټمنټ چارواكو لپاره دې هدفونه متعين كړې شي۔ ده ووئي?? کامرس ډويژن دې په راتلونكو دوه اوونيو كښې د ستراتېژك اېكسپورټ فرېم ورك منظورۍ لپاره وړاندې كړي۔ وزيراعظم ووئيل په پاکستاني برآمداتو كښې د اضافې په لړ كښې ماركيټ او مصنوعاتو كښې تنوع راوستل د موجوده حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان كارباري ورورولي يو شمېر پوټېنشل لري٬ کا??وب??ري ورورولۍ له ښه چاپېرچل او كا??وب??ر دوست پاليسۍ وركول د حكومت لومړۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل حكومت كا??وب??ري ورورولۍ سره په مشاورت د پاليسو جورولو په فلسفه عمل كوي او د حكومت او د صنعت د قوي همكارۍ لړۍ به روانه وي۔ ده ووئيل كه يو خوا حكومت كا??وب??ري ورورولۍ ته د هر ډول ممكنه آسانيو وركولو په پاليسۍ په سختۍ سره عمل كوي نو بلخوا حكومت هيله لري چې كا??وب??ري ورورولي به هم دې موقعو څ??ه بشپړه ګټه پورته كړي او د هېواد د معيشت په استحكام كښې به د حكومت بشپړه ملګرتيا وكړي۔