اسلام آباد 16ستمبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي افغانستان سره انساني او معاشي مرستې كولو ته اړتيا ده ٬د اوږدې مودې جنګ د افغان اولس ستونزې زياتې كړي٬بايد نړيواله ورورولي افغانان يوازې پرې نه ږدي او د هغوي معاشي او بشري مرسته ر??انه وساتي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې ?? ملګرو ملتونو د كډوالو هائي كمشنر فلپو ګرانډي سره خپلو خبرو كښې وكړه۔?? ملګرو ملتونو د كډوالو هائي كمشنر هركلي كولو سره صدر ووئيل پاكستان د افغانستان امن او تعمير نو كښې مهم كردار ت??سره كړے۔ده ووئيل پاكستان د نړۍ يوازنے هېواد دے كوم چې د تېرو 4 لسيزو راهسې د 35 لكه كډوالو كوربتوب كړے۔ده ووئيل پاكستان افغان كډوالو له د صحت او تعليم تر رسنې سره سره هغوي له د بېنك اكاؤنټ پرانستلو او تجارتي هلو ځلو كښې د برخې اخستو آسانۍ هم وركړي۔صدر فلپو ګرانډي د افغانستان وګړو لپاره د پاكستان ?? اړخه د وركړې مرستې په اړه هم خبر كړو۔ده د افغانستان څخه د نړيوالو ادارو او سفارتي م??شن?? غړو په انخلا كښې د پاكستان په هڅو هم رڼا واچوله۔دغسې د ملګرو ملتونو د كډوالو هائي كمشنر د افغانانو په كوربتوب او افغانستان ته په مرسته لېږلو د پاكستان كردار وستائېلو