اسلام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي) د كامياب پ??كستان پروګرام د پرانستې چمتووالې نيول شوے، وزيراعظم عمران خان به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د اكتوبر په 4مه نې??ه كال 2021م د كامياب پ??كستان پروګرام پرانسته كوي. د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې كامياب پ??كستان د خپل نوعيت يو ځانګړے پروګرام دے چې له مخې به ئې 37 لكه كورنيو ته 14 سوه اربه روپې قرض وركولې شي. ده ووئيل چې كامياب پ??كستان پروګرام به په هېواد كښې د غربت په خاتمه كښې كليدي كردار ترسره كړي. دا پروګرام د ټولنې د محروم طبقو ژوند بدلولو او دوي په مالي لحاظ بااختي??ره كولو لپ??ره تشكيل كړے شوے. د خزانې وزير شوكت ترين ووئيل چې دا پروګرام په يقيني توګه په پاكستان كښې د خپل نوعيت وړومبې پروګرام دے چې له مخې به ئې د مائيكرو فنانس ادارو د لارې د بانكونو او د كم امدن طبقې يو بل سره جوړولو كښې مرسته ترلاسه شي. د خزانې وزير ووئيل چې كامياب پ??كستان پروګرام د غريب او كمزور طبقو په اړه د رياست د ذمه وارې د احساس عملي تعبير دے. ده ووئيل چې د كامياب پ??كستان پروګرام پنځه عناصر دي چې پكښې به د كامياب كسان د لارې كروندګرو ته د سود نه بغېر قرض نه علاوه كاروبار لپ??ره د سود نه بغېر پنځه لكه روپې وركولې شي. هم داسې د ارزان كور سكيم له مخې به خپل كور لپ??ره په اسانو قسطونو د فنانسنګ اسانيې ترلاسه شي. د پروګرام له مخې به د وفاقي حكومت سكېلډ بېسډ سكالرشپ سكيم او صحت انصاف كارډ هم كامياب پ??كستان پروګرام سره تړلې شي.