پيندۍ 06 اکتوبر (اے پي پي) لیفټیننټ جنر?? ندیم انجم ډائریکټر جنرل انټر سروسز انټیلی جنس (آئي اېس آئي) تعینات کړے شوے۔ د آئي اېس پي آر له مخې پاك پوځ كښې د اعلیٰ پائې تقررې او تبادلې شوي۔ لیفټیننټ جنر?? ندېم احمد انجم د آئي اېس آئي ډي جي تعینات کړے شوے ٬ دغسې لیفټیننټ جنرل محمد سعید د كراچۍ کور کمانډر تعینات شوے ۔دې ??خه وړاندې لیفټیننټ جنرل فیض حمید د پ??ښور کور کمانډر تعینات کړے شوے۔دې نه ځانله لیفټیننټ جنرل محمد عامر د ګوجرانواله کور کمانډر او لیفټیننټ جنرل عاصم منیر کوارټر ماسټر جنرل تعینات کړے شوي۔ لیفټیننټ جنرل نعمان محمود صدر نېشنل ډیفنس یونیورسټی تعینات کړے شوے ٬ دغسې میجر جنرل عاصم ملك له د لیفټیننټ جنرل په چوكۍ ترقي وركولو سره هغه د پاك پوځ ایډجوټنټ جنرل لګولے شوے۔