اسلام آباد 24 نومبر(اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې په منطقه كښې امن و استحكام او تعمير و پرمختګ لپاره پاك امريكې اړيكو تل مثبتې نتيجې وركړې دي، د پاكست??ن معيشت په ترجيحي اېجنډا كښې شامل دے. ده دا خبرې قريشي په امريكا كښې د ډېموكرېټك لارښود ډاكټر آصف محمود د خپلو خبرو په مهال وكړې كوم چې ده سره د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو. د ملاقات په مهال د پاكستان او امريكې ترمېنځه ?? اړيكو او اقتصادي مرستې پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې. خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي ووئ??ل چې امريكا د پاكستان تر ټولو لويه برآمدي منډي ??ه، د امريكې كمپنۍ د 200 مليونه آبادې د پاكستان په رامخې ته كېدونكي ماركيټ كښې سرمايه كاري كولو سره ښه منافع ترلاسه كولې شي. پاكستاني نژاد ډېموكرېټك لارښود ډاكټر آصف محمود د كابل څخه د امريكائي وګړو په محفوظ انخلا كښې د پاكستان لخوا په بشپړه مرسته د خانه وزير مخدوم شاه محمود قريشي او پاكستاني مشرتابه مننه وكړه