اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي به د اقتصادي مرستې تنظيم﴿اي سي او﴾ د مشرانو په 15مه غونډه كښې ګډون كوي، غونډه به د نومبر په 28م?? نېټه د تركمانستان په پلازمينه اشك آباد كښې كېږي. د جمعې په ورځ د ايوان صدر د پرېس څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې صدر مملكت به د اقتصادي مرستې تنظيم د مشرانو غ??نډ?? ابتدائي ناستې ته وېنا هم كوي. د تركمانستان صدر به د 15مې غ??نډ?? مشري كوي. د اقتصادي مرستې تنظيم د مشرانو د غ??نډ?? موضوع ” په سباٶن كښې يو ځائ” ده. صدر ډاكټر عارف علوي به په غونډه كښې ګډون كوونكو د نورو هېوادونو مشرانو سره ملاقاتونه هم كوي. په غونډه كښې به د اقتصادي مرستې تنظيم د چارو جاج اخستل كېدو سره سره د اي سي او د وژن 2025م جاج هم اخستلې شي. پاكستان، اېران او تركيه د اقتصادي مرستې تنظيم باني غړي هېوادونه دي. آذربائيجان، تركمانستان، كرغزستان، قزاخستان او افغانستان هم د تنظيم غړي دي.