اسلام آباد۔5جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پاكستان به خپل جائز حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ د شورؤ په ورځ د كشمير د خپلواكۍ ورځې پ?? موقعه په خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل د كنټرول لائن دو??ړو اړخونو ته او په ګرده نړۍ كښې كشميري اولس ننه د خپلواكۍ حق ورځ لمانځي۔ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په كال 1949 كښې د جنورۍ په 5 مه نېټه كشميري اولس ته دا حق وركړې وو چې هغوي د خپلې مرضۍ لمخې د خپل سباؤن پرېكړه كولې شي ٬ نن كشميري اولس سره د شوي دې لوظ 73 كلونه شوي دي ولې افسوس په دې خبره دې چې دا لوظ ترسره نه كړې شو۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل چې د ملګرو ملتونو د قرارداد 73 كلونو په پوره كېدو هند د تش د نامې حد بندۍ كمېشن په ضد د احتجاج مخنيوي له د كشميري مشرانو د نيولو لړۍ پېل كړې ده۔ هند كشمير يو لويې زندان كښې بدل كړې دې۔ هغه ووئيل هند د مقبوضه كشمير حد بندي د مذهب په بنياد بدلولو كښې هېڅ كمې نه كوي۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل مقبوضه كشمير كښې په كشميري اولس ناروا ظلمونه كېږي۔ هغه ووئيل د جمو وكشمير خلك د ملګرو ملتونو دسلامتي كونسل د قراردادونو لمخې د كشمير مسئلې سولييز حل ته سترګې په لاره دي ٬ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل بايد خپل لوظ ترسره كړي۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل نن مونږ د دې عزم پخلې كوؤ چې تر كومې كشميري اولس خپل جائز حق نه وي ترلاسه كړې پاكستان به ئې سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي۔