اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) د سېنېټ د خارجه چارو كمېټۍ غونډه ?? جنورۍ په 19 مه نېټه پارليمنټ هاؤس كښې ??ېږ??۔ د سېنېټ سېکرټرېټ لمخې د خارجه چارو قائمه كمېټي به غونډې ته د آو آئي سي د خارجه وزيرانو په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې د شوې غېر معمولي غونډې ٬ د دې كاميابو ٬ په پاكستان د دې د اثراتو او د سباؤن امكاناتو په اړه بريفنګ وركوي۔ غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته به د بهر هېوادونو په زندانونو كښې د بنديوانو پاكستانيانو خوشې كولو او د دوئي هېواد ته بېرته راوستلو له د پورته كېدونكو حكومتي ګامونو په اړه بريفنګ وركولې شي۔ د سېنېټ د خارجه چارو كمېټۍ چيئرپرسن شيري رحمن په مشرۍ كښې دا غونډه به د پارليمنټ هاؤس كمېټي روم (1) كښې ??ېږ??۔ په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سېنېټر ډاكټر شهزاد وسيم او د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په شمول د كمېټۍ غړي او اړوند چارواكي به غونډه كښې ګډون كوي۔