ليك : ژو ژېن
ترجمه : محمد عامر آفريدي
سره د كورونا روانې وبا د بېجنګ ونټر اولمپكس ګېمز تيارې په ??شپړه توګه روانې دي كوم به چې د فرورې په 4مه نېټه پېل كېږي. چين چې كله په كال 2015م كښې ونټر لوبې په چين كښې كولو لپاره د خوښې څرګندونه كړې وه ، د هغې نه پس ئې په ??شپړه توګه د خپل عزم پوره كولو هڅې كړې دي. . د په ټوله نړۍ كښې د روانې پېړۍ د لوئې وبا باوجود چين د ټولې نړۍ څخه مېملنو او د ل??بو شائقينو هركلي كولو لپاره سترګې په لار دے.
اسيا په وړومبي ځل په ??وهم ونټر اولمپكس كښې هغه مهال ګډ??ن وكړو كله چې د الپائن ريزارټس ټاٶن سوېټزرلېنډ په كوربتوب كښې جاپان د خپل اېتهليټس شپږ كسيزه ډله ګډ??ن كولو لپاره ولېږله او دغسې جاپان د اسيا وړومبې هېواد جوړ شو چې په ونټر اولمپكس كښې ئې ګډ??ن وكړو.
چين په وړومبي ځل په كال 1980م كښې په ??رسره شويو ونټر اولپمكس ل??بو كښې ګډ??ن وكړو. چين په وړومبي ځل په 16م اولمپكس كښې مېډالونه ترلاسه كړل، دا لوبې په كال 1992م كښې ترسره شوې وې. د دې نه پس چين په 19م ونټر اولمپكس ګېمز كښې وړومبې د سرو مېډال ترلاسه كړو كوم چې په كال 2002م كښې ترسره شوي وو. نن د هغو اسيائي هېوادونو شمېره ډېره شوې ده كوم چې ونټر اولمپكس ته خپل پلاوي لېږي او د اسيا ايتهليټس د مېډالونو ګټلو قوي مقابله كوونكي دي.
تر اوسه د نړۍ 20 ښارونو د ونټر اولمپكس كوربتوب كړے دے چې پكښې درې ښارونه په ??سيا كښې دي. په ??ې ښارونو كښې سپرو﴿ 1972﴾ او نګانو ﴿1998﴾ په ??اپان كښې دي، دريم كوربتوب كوونكې ښار د سوئيلي كوريا پيانګ چانګ دے. بيجنګ د اسيا هغه څلورم ښار دے كوم چې د ونټر اولمپكس ګېمز كوربتوب كوي.
د ل??بو د لارې دوستي په نظر كښې ساتلو سره چين په ټوله نړۍ او په ??اص توګه په ګاونډ كښې د ل??بو په نړيوالو ايونټس كښې په فعاله توګه برخه اخلي. چين د كال 1963م په پېل كښې په ګېمز آف دي نيو اېمرجنګ فورسز ﴿جي اے اېن اي اېف او﴾ كوم چې د انډونېزيا په ??كارته ښار كښې شوي وو، ته خپل پلاوې لېږلے و او د سرو زرو 66 مېډالونو سره بېرته هېواد ته راستون شوے و. په كال 1990م كښې د بيجنګ اېشين ګېمز د كاميابې نه پس د چين پايه تخت بيجنګ په كال 2008م كښې د سمر اولمپكس په كاميابې سره كوربتوب كړے و.
دا كومه معنٰی نه لري چې څوك د سمر يا ونټر اولمپكس ل??بو كوربتوب كوي، چين ، جاپان او كوريا د دې هيلې څرګندونې سره د يو بل بشپړه ملاتړ كړے چې اولمپكس لوبې به په ??مالي ختيځه اسيا او ټوله نړۍ كښې د امن او استحكام په ??اوستلو كښې مرسته وكړي.
ل??بو امن او پرمختګ لپاره تل خپل كردار ترسره كړے او د دې په كال 2003م كښې د ملګرو ملتونو يو قرارداد اعتراف كړے دے. د كال 2022م د بيجنګ په ونټر اولمپكس ګېمز كښې د پاكستان وزيراعظم عمران خان او د منګوليا وزيراعظم پشمول د يو شمېر ګاونډي هېوادونو مشرانو د ګډ??ن كولو تصديق كړے دے كوم به چې د ل??بو د پرانستې په ??ستوره كښې ګډ??ن كوي. د يو شمېر حكومتونو چارواكو او د يو شمېر هېوادونو اولمپك كمېټو د دې ايونټ كاميابې لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كړې ده.
د جنورې په 14مه نېټه چينائي مېډيا سره په ??ريكه مركه كښې د پاكستان صدر ښاغلي عارف علوي د ونټر اولمپكس په لړ كښې د چين د هڅو ډېره ستائنه كړې كومې به چې د خلقو او هېوادونو ترمېنځه مرستې او يووالي ته وده وركړي. صدر عارف علوي وئيلي دي چې زه باور لرم چې د بيجنګ اولمپكس لوبې به ډېرې كاميابې وي. ده ووئيل چې پاكستان به په ??ې ل??بو كښې په ??وش و خروش سره ګډ??ن كوي، زه باور لرم چې ځوانان ايتهليټس به د چين څخه ښكلي يادونه خپلو هېوادونو ته ځان سره يوسي.
په مننه د اے پي پي
﴿ياد ګېرنه: ليك وال ” ژو ژېن ” د نړيوالې مطالعې سكالر دے﴾