اسلام آباد02 فروري (اے پی پی)د احساس د سيوري لاندې په تحقيقي تګلاره يو مشاورتي وركشاپ وكړے شو۔د وزيراعظم د غريبۍ ختمولو او سماجي تحفظ خاص مرستيالې سېنېټرې ډاكټر ثانيه نشتر د وركشاپ مشري وكړه۔په غونډه كښې د تحقيقي تګلارې مسوده وړاندې كړې شوه او دې ته حتمي شكل وركړے شو۔په وركشاپ كښې د احساس لپاره د درې كاله تحقيقي تګلارې پراختيا په خدوخال د خيالاتو څرګندونه شوې۔د وركشاپ ګډون كوونكو سره په خپلو خبرو كښې ډاكټر ثانيه نشتر ??وئ??ل احساس تحقيقي تګلاره درې ستنې لري٬وړومبۍ ستن معلومات او شواهد لپاره د مقداري او كوالټيټيو ډېټا استعمال دے دغسې چې احساس آپرېشنز لپاره په سمدستي توګه آپرېشنل پريكړې وكړې شي۔دې ??وئ??ل دوهمه كيټيګري زياتره په ساختي اثرات٬تګلار او معلوماتي جاج اخستو مشتمل ده كومه چې په بې??و پروګرامونو كښې شامله ده۔دې ??وئ??ل د تحقيق در??مه ستن دا ده چې احساس د خپل تحقيقي ترجيحات خاكه وړاند?? كولو لپاره تعليمي ادارو سره ښه همكاري ولري٬ دغسې چې بې نامه ډېټا او فيلډ كښې دا ډول آپرېشنز په ډاګه كړے شي چې دواړو اړخو ته يو شان صورتحال راپېدا كړي