بيجنګ 04 فر??ري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د چين کارپورېټ مشران سرمايه كارۍ لپاره د حكومتي اقداماتو څخه خبرولو سره دوئي ته سي پېك خاص اقتصادي زونز كښ?? سرمايه كارۍ لپاره د حكومت د كاروبار دوست پاليسو څخه د ګټې پورته كولو بلنه وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان په بيجنګ كښ?? د چين د سر سرکاري او نجي کمپنيو مشرانو سره ليدلي۔ په ملاقات كوٶنكو كښ?? د چائنا کميون??کې??ن کنسټرکشن کمپنۍ، هاٶزانګ ټېکنالوجۍ، زي جيانګ سي پورټ ګروپ، چېلنج فيشنز، هونان سن واك ګروپ، رائل ګروپ، چائنا روډ اينډ برج کارپورېشن، زنګ بانګ ګروپ او د چائنا مشينري انجينئرنګ کارپوريشن اعلی چارواكي شامل وو۔ کارپوريټ مشرانو وزيراعظم په پاکستان كښ?? د خپلو روانو منصوبو د پېشرفت نه خبر كړو۔ دوي د دهات او د کاغذ ري سائيکلنګ، توان، ټېکسټائل، فائبر آپټکس نېټ ورکس، هاٶسنګ، ډېري او د واټر مينجمنټ په څير منصوبو كښ?? په پاكستان كښ?? د سرمايه كارۍ لا زياتولو كښ?? ژوره خوښي ښكاره كړه۔ د چائنا کميونيکيشن کنسټرکشن کمپني تعميراتي او د بنيادي اډانې ودې لپاره كار كوي٬ هاٶزانګ ټيکنالوجي د كاغذي سامان جوړولو كښ?? مهارت لري٬ زي جيانګ سي پورټ ګروپ د چين په لويو پورټ آپريټرز كښ?? يوه ده٬ دغسې رائل ګروپ د چين د غواګانو د پيو پېدا كولو لوے ګروپ دے٬ چائنا روډ اينډ برج کارپوريشن د سول انجينئرنګ او تعميراتي منصوبو كار كوي٬ زنګ بانګ ګروپ د صوبه جيان زي لويې زرعي انټرپرائز دے او چائنا مشينري انجينئرنګ کارپورېشن د چين د زرعي صنعتي مشينرۍ په لويو كمپنو كښ?? يوه ده۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان په پاکستان كښ?? سرمايه كارۍ كولو كښ?? چينائي كمپنيو د ژورې خوښې لرلو ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د چين کارپورېټ مشران سرمايه كارۍ لپاره د حكومتي اقداماتو څخه خبرولو سره دوئي ته سي پېك خاص اقتصادي زونز كښ?? سرمايه كارۍ لپاره د حكومت د كاروبار دوست پاليسو څخه د ګټې پورته كولو بلنه وركړه۔ په موقع وزيراعظم سره وفاقي وزيران ٬ سلاحكار او اعلی چارواكي هم موجود وو