اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي)د پاكستان پخوانې سفير اياز وزير وئېلي دي چين او روس سره د قو?? اړيكو په بنياد به افغانستان او پاكستان كښې پرمختګ راشي٬ په افغانستان كښې ?? امن ٬استحكام او پرمختګ لپاره د هېوادو??و كردار مهم دے٬د لوېديزو هېوادونو د غوښتنو په پوره كولو كښې ??ه د افغانستان وخت لګي٬د پاكستان٬روسيې او د چين پشمول نورو ګاونډيانو هېوادونو ته د افغانستان سباؤن لپاره د شريكې حكمت عملۍ خپلولو ضرورت دے۔د نهې په ورځ د پي ټي وي په پروګرام كابل آور كښې ??ه ووئيل پاكستان٬چين او روس د منطقې په مهمو هېوادو??و كښې ??ي٬د افغانستان او منطقې صورحال تر مخه د وزيراعظم عمران خان د چين او روسيې دورې ډېر اهميت لري۔د وزيراعظم د روسيې دورې سره د دواړو هېوادونو اړيكې قوي شوي۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان د روسيې دوره كاميابه وه۔د دواړو هېوادونو ترمينځه يو شمېر لوظ نامې شوي۔د ووئيل وزيراعظم واضحه كړې چې د روسيې او يوكرين په معامله پاكستان بې طرفه دے بايد مسئله د خبرو اترو د لارې حل كړې شي