اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي دا د هېواد د آز??دۍ 75م كال دے٬ سږ كال به ټولې ادارې په زړه پورې دستورو تابيا كوي، ډائمنډ جوبلي دستورو پېل به د 23م مارچ پرېډ څخه كېږي چې پكښې به د ټولو اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو نه علاوه د ځينې اروپائي ائتلاف خارجه وزيران او نمائندګان ګډون كوي، د پاكستان جوړېدو نه تر اوسه د تاريخ وړاندې كولو هڅې به كولې شي او دا لمحات به يادګار جوړولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاکستان ډائمنډ جوبلي د “لوګو” مخ كتنې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ ده وو??يل د ډائمنډ جوبلي دستورو پېل به د 23م مارچ پرېډ څخه كېږي او په څوارلسم اګست به هم مهم دستورې كېږي۔ ده وو??يل د يوم پاكستان 23مارچ پرېډ به هم خاص پرېډ وي٬ چې پكښې به د ټولو اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو نه علاوه د ځينې اروپائي ائتلاف هم خارجه وزيران او نمائندګان ګډون كوي ۔ چوهدري فواد حسېن وو??يل مونږ به هڅه كوٶ چې د خپل تاريخ ټولې شاندارې لمحې رامخې ته كړو۔ ده وو??يل دا د پاکستان د آز??دۍ 75م كال دے او د اطلاعات او خپرونو وزارت ته ټاسك وركړے شوے ٶ چې د ډائمنډ جوبلي دستورو چارټ جوړ كړي چې پكښې د اړوند وزارت ټولو څانګو او ټولو وزارتونو او محكمو خپل كردار لوبولے او جامع پروګرام ئې تشكيل كړے چې پېل به ئې د 23م مارچ څخه كېږي۔ ده وو??يل پي ټي وي او نورو چېنلو سره سره تولو ادارو زبردست پروګرامونه ترتيب كړي۔ ده وو??يل د پاكستان جوړېدو نه تر اوسه سټوري كومې چې په زړه پورې قيصۍ دي د دې د يادګار جوړولو به هڅې كوٶ٬ كه ھغه زمونږ د شاعرۍ دي٬ د پوځ د زړه ورتيا يا مراڼې ، د پوليس كارنامې وي او يا زمونږ د ملت د نورو روښان?? ستورو قيصۍ د ټولو رامخۍ ته كولو به هڅې كولې شي دغسې چې مونږ دا وښودلې شو چې 75 كالو كښې پاكستان كوم ځاے ته رسېدلے۔ وفاقي وزير وو??يل هيله لرو چې دا سفر به شاندار وي، د پاکستان دا دستورې به د سباٶن پېش خيمه وي او مونږ به په دې كښې لا زياتوا?? راولو