اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) د هېواد د ټول مكاتب فكر او مذهبونو مشرانو د پېښور د پېښې س??ته غندنه كړې او دا ئې د پاكستان دښمن عناصرو كارروائي ګرځولې او وئيلي ئې دي چې د پاكستان دښمن عناصر په هېواد كښ?? انتشار پېدا كول غواړي كوم به چې د ا??حاد د لارې ناكامه كوو، د انتهاخوښې او ترهګرې خاتمې لپاره د پاك پوځ، د سلامتيا ادارو او پوليس سره اوګه په اوګه ولاړ يو.دا خبرې د بېلا بېل ډول مكاتب فكر علما و مشائخ او د مذهبي ګوندونو مشرانو د پاكستان علما كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي، پیر نقیب الرحمن، صاحبزادہ حسان حسیب الرحمن، علامه عارف واحدی، علامه عبد الحق مجاهد، علامه محمد حسین اکبر، مولانا اسعد ذکریا قاسمی، مولانا مفتی محمد زبیر، مولانا سید ضیاء اللہ شاہ بخاری، ډاكټر راغب حسین نعیمی، مولانا حامد الحق حقانی، د چرچ آف پاکستان صدر بشپ آزاد مارشل، سردار بشن سنګھ، علامه عبد الوهاب روپړی، مولانا سید یوسف شاہ، مولانا محمد خان لغاری، حافظ کاظم رضا، مولانا نعمان حاشر، مولانا ابو بکر حمید صابری، مولانا محمد ا??لم صدیقی، مولانا پروفیسر ابو بکر صدیق، علامه طاهر الحسن، مولانا عبید اللہ ګورمانی، مولانا محمد شفیع قاسمی، مولانا عزیز اکبر قاسمی، مولانا پیر اسعد حبیب شاہ جمالی، مولانا اسد اللہ فاروق، مولانا محمد ا??فاق پتافی، مولانا طاهر عقیل اعوان، علامه پیر زبیر عابد او نورو په يو شريك بيان كښ?? وكړې. د خالي په ورځ په خپل شريك بيان كښ?? دوي ووئيل چې د پېښور په جومات كښ?? ځانمرګي بريد د كوم يو مكته فككر په جومات بريد نه بلكې د ټول پاكستان په جوماتونو بريد دے. دا په پاكستان او د پاكستان په اولس بريد دے، د دښمن د تقسيم كولو سازش به ناكام شي. دوي ووئيل چې د پېښور ځانمرګي بريد د پاكستان د دښمن عناصرو كارروائي ده. دوي د جمعې لمونځ په مهال په جامع مسجد اماميه كښ?? د ځانمرګي بريد س??ته غندنه كولو سره ووئيل چې دا چاودنه د يو سازش له مخې د پاكستان غېر مستحكم كولو هڅه ده. دوي ووئيل چې مونږ دا بريد په پاكستان بريد ګڼو. د شهيدانو د كورنيو په غم كښ?? برابر شريك يو. دوي ووئيل چې په دې وخت كښ?? مونږ ته د ا??حاد او يووالي ضرورت دے. دښمن به په خپلو ناوړه مقاصدو كښ?? كاميابې ته پرې نه ږدو. دوي ووئيل چې بې ګناه لمونځ كوونكي په نښه كول يو بزدلانه فعل دے، د دې بشپړه غندنه كوو.دوي ووئيل چې د شهيدانو وينه به بې ځايه لاړه نه شي. مشرانو ووئيل چې د هېواد ټول مذهبي او سياسي ګوندونه امن غواړي او د ترهګرې په ضد جنګ كښ?? ټول ګوندونه يو موټې دي. دوي ووئيل چې په هېواد كښ?? امن لپاره ډېرې قربانې وركړې شوې دي، امن خرابوونكو سازش كوونكو طاقتونو ته به موثر ځواب وركول وي.