اسلام آباد۔11مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي بهر هېوادونو كښې مېشته پ??كستانيان هر كال 30 اربه ډالره ترسيلات زر رالېږي٬ سياسي ??ون?? ته د نجي مليشيا د سا??لو اجازه نشته ولې جے يو آئي نجي فورس سا??لې دې٬ الېكشن كمېشن دې د دې نوټس واخلي ٬ وزيراعظم عمران خان په آزاده خارجه پ??لېسۍ باور لري ، پخوا 400 ډرون بريدونه وكړې شول خو چا هم د هېواد د سلامتيا خبره نه ده كړې ، وزیراعظم په هر فورم په اسلامو فوبيا خبره كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه اوورسیز پاکستانیز انټرنېشنل کنونشن ته د صدر مملكت او د وزيراعظم خطاب حوالې سره د پاكستان تحریک انصاف انټرنېشنل چېپټر سېکتر ډاکټر عبداللہ ریاړ سره په ګډه په پي ټي وي هېډ كوارټر كښې مهم خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ فرخ حبیب ووئيل په روشن ډيجيټل اكاؤنټس كښې درې نيم اربه ډالره جمع شوي دي، د روشن ډیجیټل اکاونټس د لارې اوورسیز كور جوړولو له بېنك څخه قرضه ترلاسه كولې شي، اوورسیز پاکستانيان د وزيراعظم مننه كوي٬ په اسلام آباد كښې به په 15،14،13مارچ د اوورسیز تاریخی کنونشن وي۔ د پارلیمنټ معاملې په اړه هغه ووئيل داخله وزير د پارليمنټ معاملې ته ګوري٬ اپوزيشن ماتې خوړلې ٬دوئي پوره شمېره نه لري۔ هغه ووئيل سياسي ??ون??ونه آزاد دي چاسره هم ملاقات كولې شي۔ فرخ حبیب ووئيل اتحاديان مونږ سره ولاړ دي۔ كنفرنس ته د پاکستان تحریک انصاف انټرنیشنل چېپټر سېکتر ډاکټر عبداللہ ریاړ خپل خطاب كښی ووئيل سیاسی ټپوسان د موقعو په لټون كښې وي۔ آئل بېرل 60 څخه 120ته ورسېد نو ګر??ني يۍ ستونزه جوړه كړه٬ دا سياسي ټپوسان يو وارې بيا د هېواد غوښې شوكولو هڅې كوي۔ هغه ووئيل مونږ دې لپاره راغلې يؤ چې مونږ اولس ته ??ا وښايؤ چې مونږ ټول د وزيراعظم مننه كول غواړؤ كوم چې پاكستان په درې كاله كښې معاشي بام ته رسولې دې۔